لاس رسیدونکی لینک

کابل : دفرخندې دوژلو مقدمه کې ١١ؤ پوليسو ته يوکال دبند سزا


جج ١١ پوليس دپاريدلو خلکو څخه په ١٩م مارچ کابل کې د٢٧ کلنې فرخندې دنۀ ژغورلو قصوروار وگرځول

دسږکال په پيل کې په فرخندې نومې يوه زنانه دپاريدلو کسانو ديوې ډلې له لوري دسخت تشدد اؤ دهغې دوژلو پسر دافغانستان پلازمينه کابل کې يو عدالت دضلعي پوليسو ديو مشر په گډون ١١ؤ پوليسو ته ديو کال دبند سزا اورولې اؤ ٨ کسان يې خوشې کړي دي.

جج ١١ پوليس دپاريدلو خلکو څخه په ١٩م مارچ کابل کې د٢٧ کلنې فرخندې دنۀ ژغورلو قصوروار وگرځول، په دغه زنانه دقران پاک دسپکاوي بې اساسه تور لگول شوى ؤ، وروستو افغان چارواکو وئيلي وؤ چې په فرخندې لگيدلى تور دروغ ؤ.

روانه مياشت کې دکابل ديوې محکمې جج سيف الله مجددي دغه مقدمه کې څلورو کسانو ته دمرگ سزا اورولې وه.

کابل کې دپاريدلو خلکو يوې ډلې په ١٩م مارچ په فرخندې نومې زنانه دردونکى اؤ سخت تشدد کړى ؤ اؤ دهغې دوژلو څخه وروستو يې ورله مړى هم سوځولى ؤږ، په دغه موقع موجودو گڼو پوليس عسکرو ددغه زنانه دژوند بچ کولو لپاره هيڅ قسمه کارروائي نۀ وه کړې.

افغانستان کې په عامه توگه جنازه سړي اوړي خو دا لمړۍ موقع وه چې ددغه زنانه جنازه دسړو پځايې ښځو وړې وه.

دغه پيښه کې ککړ کسان دموبائيل فون له لارې دجوړې کړل شوې ويډيو په مدد سره نيول شوى کومه چې دټولنيزو رابطو په ويب سائټ لوډ کړل شوې وه.

کابل کې په رڼا ورځ دپاريدلو خلکو له لوري ددغه زنانه دوژنې په ټول افغانستان کې عامو خلکو اؤ دمدني ټولنې لخوا دسختې غم اؤ غصه څرگندونه شوې وه.

افغانستان کې عدالتي نظام کې دمقدمو تر اوږدې مودې پورې دځنډ دښکار پاتې کيدل عام دي خو په دغه معامله په تُندۍ سره شوې کارروائي اولسي حلقې ستائي.

XS
SM
MD
LG