لاس رسیدونکی لینک

دپاکستان دغندنې باوجود شمالي وزيرستان کې بله ډرون حمله


دډرون دغه حمله دشمالي وزيرستان دشوال تحصيل په زوئى نارى سيمه کې په يو کور شوې ده چې پکې موجود څلور کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وائي دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشکمنې امريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکې په يو بريد کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي دي.

دډرون دغه حمله دشمالي وزيرستان دشوال تحصيل په زوئى نارى سيمه کې په يو کور شوې ده چې پکې موجود څلور کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې تيرو دوؤ ورځو کې دغه دوهمه ډرون حمله وه،دخالي په ورځ هم شوال سيمه کې دډرون دغه شان يو بريد کې پينځه کسان وژل شوي وؤ چې پکې غيرملکيان هم شامل وؤ.

دوژل شوؤ کسانو دپيژندگلو په اړه تر دې مهاله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي اؤ کومه سيمه کې چې دغه حمله شوې هلته ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله سيمه کې درامينځته کيدونکو پيښو دازادو سرچينو څخه پخلى نه شي کيدى.

يو بيان کې پاکستان دلمړۍ حملې په ١٦مه مئ شمالي وزيرستان کې دترسره شوې ډرون حملې غندنه کړې وه اؤ پخپله خاوره يې دامريکائي ډرون حملو داودرولو دريځ تکرار کړى ؤ.

پاکستان شمالي وزيرستان کې دامريکائي ډرون حملې دغه غندنه په داسې حال کې کړې چې پخپله هم سيمه کې دترهه گرۍ څخه سرټکوي اؤ سيمه کې دترهه گرو په ضد پوځي عمليات پيل کړي دي.

دخارجه دفتر څخه دجاري شوي بيان ترمخه په داسې وخت کې چې دپاکستان پوځ دترهه گرو په ضد په ضرب عضب عملياتو بوخت دى اؤ حکومت قبائيلي سيمو کې بيارغونې ته پام گرځوي، ډرون حملې مقامي خلکو کې دبې باورۍ علت دى

دپاکستان پوځ وائي تيرکال دجون په مياشت کې پيل کړل شوؤ ضرب عضب عملياتو کې دشمالي وزيرستان ٩٠ فيصده برخه دترهه گرو څخه پاکه کړل شوې اؤ په دغو عملياتو کې يې ددوؤ زرو څخه زيات ترهه گر وژلي.

خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې سيمه کې روانه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى په ازادانه توگه نۀ شي کيدى.

شمالي وزيرستان به دالقاعده سره دتړلو طالب جنگيالو يوه مضبوطه ځاله گڼل کيده خو دافغانستان اؤ امريکا اؤ لويديزو هيوادونو دغوښتنو څخه وروستو پاکستان شمالي وزيرستان کې تيرکال دجون په مياشت کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخسته اؤ دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرې اترې ناکامه شوې.

دپوځي عملياتو ترڅنگ سيمه کې په دمې دمې سره دغلته دفعاله جنگيالو اؤ ترهه گرو په ضد دډرون حملې هم ترسره کيږي چې پکې داطلاعاتو ترمخه په لسگونو جنگيالي وژل کيږي.

که هر څو پاکستان پخپلو قبائيلي سيمو دډرون حملو په ښکاره مخالفت کوي خو دلويديزې ميډيا دراپورونو ترمخه دډرون دغه شان حملو ته نۀ يواځې دا چې په خفيه توگه دپاکستان ملاتړ ترلاسه دى بلکې په ځينو حملو کې يې خفيه ادارې دهدف په ټاکلو کې هم مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG