لاس رسیدونکی لینک

دامريکا په مشرۍ ائتلاف رمادي کې حملې تيزې کړي


داطلاعاتو ترمخه دجنگيالو له لوري ښار کې دبريد په مهال په سلگونو کسان وژل شوي اؤ عراقي پوځونه پشا شوي دي.

عراق کې دخونړۍ جگړې څخه وروستو دتندروه ډلې داعش له لوري درمادي ښار په زياتره برخې دقبضې کولو څخه وروستو دامريکا په مشرۍ دجوړ ائتلاف له لوري فضائي حملو کې تيزوالى راغلى دى.

داطلاعاتو ترمخه دجنگيالو له لوري ښار کې دبريد په مهال په سلگونو کسان وژل شوي اؤ عراقي پوځونه پشا شوي دي.

خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس دانبار صوبې دترجمان مهند هيمور په اړه وئيلي دي چې” زمونږ داندازې مطابق داولسي وگړو اؤ پوځيانو په گډون ٥٠٠ کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ٨،٠٠٠ ښار څخه تښتيدلي دي“

دازادو سرچينو څخه ددغه شميرې پخلى نۀ دى شوى، خو له دې وړاندې داعش دلويو گټو څخه وروستو په تيرو وختونو کې په سلگونو عسکر اؤ اولسي وگړي وژلي دي، درائټرز خبري ادارې دراپور ترمخه په تيرو څو ورځو کې درمدي څخه خواؤشا شپږ زره خلک تللي دي.

بل لوري ته دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري دگل په ورځ هيله څرگنده کړې ده چې عراق کې به حکومت پلوه عسکر سرښار رمادي تر خپل واک لاندې راولي.

جان کيري وئيلي دي هغه باور لري چې راتلونکو ورځو کې به صورتحال پشا شي.

عراقي وزيراعظم حيدرالعبادي خپلو پلوي مليشو ته وئيلي دي چې ښار کې دې راټول شي، دگل په ورځ سيمې ته دنورو جنگيالو دورتگ اطلاعات ترلاسه شوي، دغه سيمه کې دتيرې اوونۍ راهسې دداعش خلاف روزانه فضائي حملې کيږي.

داتوار په ورځ فضائي اتحاد په اوؤ فضائي حملو کې دداعش گڼ يونټونه په نخښه کړي اؤ دهغوي درسد په اړه څلور ودانۍ، درې دجگړې مقامات، دياغيانو تر قبضې لاندې دوه ودانۍ، دوه درانۀ مشين گنونه اؤ دوه گاډي يې تباه کړي دي، په بيجي، فلوجه، موصل، سنجار اؤ تل عفر هم فضائي حملې شوي دي.

له دې وړاندې امريکا وئيلي وؤ چې دعراق په رمادي ښار کې صورتحال غيريقيني دى اؤ په دې دقبضې هڅې روانې دي.

تندروه ډلې داعش دعوه کړې چې په رمادي يې قبضه کړې ده.

XS
SM
MD
LG