لاس رسیدونکی لینک

پاکستان شمالي وزيرستان کې دډرون وروستى بريد غندلى


دخارجه دفتر څخه دجاري شوي بيان ترمخه په داسې وخت کې چې دپاکستان پوځ دترهه گرو په ضد په ضرب عضب عملياتو بوخت دى اؤ حکومت قبائيلي سيمو کې بيارغونې ته پام گرځوي، ډرون حملې مقامي خلکو کې دبې باورۍ علت دى.

دپاکستان دبهرنو چارو وزارت تيره ورځ دافغانستان پولې ته نزدې پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترسره شوي ډرون بريد غندنه کړې اؤ خپل دا دريځ يې يوځل بيا تکرار کړى چې ډرون بريدونه دپاکستان دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده.

پاکستان شمالي وزيرستان کې دامريکائي ډرون حملې دغه غندنه په داسې حال کې کړې چې پخپله هم سيمه کې دترهه گرۍ څخه سرټکوي اؤ سيمه کې دترهه گرو په ضد پوځي عمليات پيل کړي دي.

دپاکستان دبهرنو چارو وزارت يوځل بيا دا غوښتنه کړې ده چې پاکستان کې دې ډرون حملې اودرول شي.

دخارجه دفتر څخه دجاري شوي بيان ترمخه په داسې وخت کې چې دپاکستان پوځ دترهه گرو په ضد په ضرب عضب عملياتو بوخت دى اؤ حکومت قبائيلي سيمو کې بيارغونې ته پام گرځوي، ډرون حملې مقامي خلکو کې دبې باورۍ علت دى.

په ١٦مه مئ دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې په يو کور يوه شکمنه امريکائي ډرون حمله کې لږ ترلږه پينځه شکمن جنگيالي وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ، وئيل کيږي چې په وژل شوؤ کې درې غيرملکي تندلاري هم شامل وؤ.

دپاکستان پوځ وائي تيرکال دجون په مياشت کې پيل کړل شوؤ ضرب عضب عملياتو کې دشمالي وزيرستان ٩٠ فيصده برخه دترهه گرو څخه پاکه کړل شوې اؤ په دغو عملياتو کې يې ددوؤ زرو څخه زيات ترهه گر وژلي.

خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې سيمه کې روانه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى په ازادانه توگه نۀ شي کيدى.

شمالي وزيرستان به دالقاعده سره دتړلو طالب جنگيالو يوه مضبوطه ځاله گڼل کيده خو دافغانستان اؤ امريکا اؤ لويديزو هيوادونو دغوښتنو څخه وروستو پاکستان شمالي وزيرستان کې تيرکال دجون په مياشت کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخسته اؤ دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرې اترې ناکامه شوې.

دپوځي عملياتو ترڅنگ سيمه کې په دمې دمې سره دغلته دفعاله جنگيالو اؤ ترهه گرو په ضد دډرون حملې هم ترسره کيږي چې پکې داطلاعاتو ترمخه په لسگونو جنگيالي وژل کيږي.

که هر څو پاکستان پخپلو قبائيلي سيمو دډرون حملو په ښکاره مخالفت کوي خو دلويديزې ميډيا دراپورونو ترمخه دډرون دغه شان حملو ته نۀ يواځې دا چې په خفيه توگه دپاکستان ملاتړ ترلاسه دى بلکې په ځينو حملو کې يې خفيه ادارې دهدف په ټاکلو کې هم مرسته کوي.

پاکستان که په ښکاره دغه حملې هر څو دخپلې خپلواکۍ سرغړونه گڼي اؤ وائي ددې له امله دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دگټې پځايې تاوانونه راولاړيږي خو امريکائي چارواکي بيا دريځ لري چې دغه حملې ترهه گرۍ په ضد جگړه کې موثره وسله ثابتيږي.

پاکستان دريځ لري چې دغه ډرون حملې سيمه کې دروانو پوځي عملياتو ضرب عضب سره هيڅ تعلق نۀ لري اؤ گيله کوي چې دا حملې يې دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده نو ځکه اودريدل پکار دي خو افغان اؤ لويديز چارواکي بيا وائي چې پخپله خاوره دترهه گرو خاتمه هم دپاکستان په نړيوالو ذمه وارو کې راځي نو ځکه پکار ده چې وړاندې ددې څخه چې دغه جنگيالي دنورو هيوادونو دسلامتۍ لپاره خطره جوړه شي ، بايد له مينځه يوړل شي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت که هر څو دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان عمليات پرته له کوم امتياز څخه ترسره کوي خو په تيرو وختونو کې افغان حکومت کې شاملو چارواکو په اسلام اباد تور لگولى چې په دغو عملياتو کې دحقاني ډلې جنگيالي نۀ يواځې دا چې نۀ په نخښه کوي بلکې هغوي ته يې خوندي لاره هم ورکړې ده، خو پاکستان دغه رقم تورونه ردوي.

خو موجوده وخت کې دپوځي عملياتو په نتيجه کې لاسته راوړنې دامريکا په گډون نړيواله ورورولي ستائي اؤ څيړونکي دا هم وائي چې ددغو عملياتو سره پاکستان کې دتيرپه نسبت ترهه گريزو کارروائيو کې ديادونې وړ کمى راغلى دى.

XS
SM
MD
LG