لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داوربند له ختميدو وروستو په حوثي ياغيانو بيا فضائي حملې شوي


 داوربند دختميدو وروستو ائتلافي هيوادونو ديمن جنوبي ښار عدن کې دياغيانو ځالې په نخښه کړي دي.
داوربند دختميدو وروستو ائتلافي هيوادونو ديمن جنوبي ښار عدن کې دياغيانو ځالې په نخښه کړي دي.

دسعودي عرب په مشرۍ ائتلاف داتوار په ورځ دپينځه ورځني اوربند دختميدو سره سم يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد يوځل بيا فضائي کارروايۍ پيل کړي دي.

داوربند دختميدو وروستو ائتلافي هيوادونو ديمن جنوبي ښار عدن کې دياغيانو ځالې په نخښه کړي دي.

شيعه حوثي ياغيانو ديمن په پلازمينه صنعاء دقبضې کولو څخه وروستو ټول هيواد کې دحکومت په ضد کارروايۍ پيل کړې وې دکوم په ځواب کې چې سعودي عرب اؤ دهغوي خليجي اؤ عرب ائتلافيانو دمارچ په مياشت کې ددغو ياغيانو په ضد فضائي حملې پيل کړي.

دتيرې نهې په ورځ يمن کې جنگ ځپلو خلکو پورې دخوراک څښاک دڅيزونو اؤ دوايانو رسولو په غرض دانساني خواخوږۍ په اساس پينځوؤ ورځو لپاره اوربند شوى ؤ.

له دې وړاندې داتوار په ورځ يمني سياسي مشرانو دروانې شخړې مذاکراتو له لارې دممکنه حل راويستو په غرض دسعودي عرب په پلازمينه رياض کې ليدلي دي،خودغه غونډه کې دشيعه حوثي ياغيانو يو استازي هم گډون نۀ دى کړى.

ياغيانو غوښتنه کړې وه چې دغه غونډه دې دسعودي عرب پځايې کوم بل بې پلوه هيواد کې وکړى شي.

دخبرو اترو دپيل کولو په ترڅ کې يمن لپاره دملگرو ملتونو استازي اسماعيل اولد شيخ احمدټولو خواؤ څخه غوښتنه کړې ده چې هغوي دې داوربند موده کې لږ ترلږه تر پينځوؤ ورځو پراختيا راولي.

دياغيانودبريدونو له امله ديمن صدر منصور هادي سعودي عرب کې په عارضي توگه ميشته دى.

ياغيانو صدرمنصور هادي دفرورۍ په مياشت کې دپايتخت صنعاء څخه په تيښته مجبور کړى ؤ اؤ وروستو هغه سعودي عرب کې پناه اخستې وه.

دملگرو ملتونو ترمخه يمن کې دروانې جگړې له امله تر دې مهاله د١٥٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

ملگري ملتونه دا هم وائي چې يمن کې يو کروړ اؤ ٢٠ لکه کسان مناسب خوراک، دڅښلو پاکې اوبۀ، خشاک اؤ بنيادي اسانتياوې نۀ لري اؤ ددې ترڅنگ درې لکه خلک پخپلو کورونو پريښودو هم مجبور شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG