لاس رسیدونکی لینک

امريکا کې دمخالفو ډلو ترمينځ نښته،٩ کسان مړۀ


دښار دپوليسو دمحکمې ترمخه دډزو پيښه دسنټرل ټيکساس مارکيټ پليس نومې کاروباري مرکز کې موقعيت لرونکي يو ريستوران کې داتوار په غرمه رامينځته شوې ده.

دامريکا دټيکساس رياست په واکو ښار کې ددريوؤ ډلو ترمينځ نښته اؤ ډزو کې لږ ترلږه ٩ کسان وژل شوي اؤ خواؤشا 100 کسان نيول شوي دي.

دښار دپوليسو دمحکمې ترمخه دډزو پيښه دسنټرل ټيکساس مارکيټ پليس نومې کاروباري مرکز کې موقعيت لرونکي يو ريستوران کې داتوار په غرمه رامينځته شوې ده.

دمقامي ميډيا ترمخه ريستوران کې په موټر سائيکلو دسورو دريوؤ ډلو دغړو ترمينځ په څه خبره خبرې ترخې شوې دکوم څخه وروستو چې ريستوران دجگړې ميدان جوړ شو.

چارواکي وائي چې په موټر سائيکل سوارۀ ٨ کسان په موقع وژل شوي اؤ يو تن هسپتال کې ساه ورکړې ده.

دواکو دپوليسو يو وياند پيټرک سوينټن خبريالانو ته وئيلي دي چې دملزمانو ترمينځ لمړى څوک سپيړه وشوه اؤ له دې وروستو هغوي په کوتکونو اؤ خنجرونو سره په يو بل وارونه وکړل اؤ اخره کې وسله وکارول شوه.

دوياند ترمخه دريواړو ډلو دريستوران دننه اؤ پارکنگ ايريا کې په يو بل گولۍ وچلولې اؤ له دې وروستو سيمې ته رسيدلو پوليسو هم په ملزمانو ډزې وکړې، دمقامي ميډيا ترمخه دډزو نتيجه کې گڼ شمير کسان ژوبل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG