لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش لخوا په رمادي ښار دقبضې دعوه


 جنگيالو درمادي په زياتره سيمه دجمعې په ورځ دقبضې کولو څخه وروستو دښار په مينځ کې په موقعيت لرونکو صوبائي دفترونو خپل تور بيرغ ځړولى ؤ.
جنگيالو درمادي په زياتره سيمه دجمعې په ورځ دقبضې کولو څخه وروستو دښار په مينځ کې په موقعيت لرونکو صوبائي دفترونو خپل تور بيرغ ځړولى ؤ.

دتندروه ډلې داعش جنگيالو دعراق دلويديز ښار رمادي په څنگ کې په موقعيت لرونکي مهمه پوځي چاوڼۍ قبضه کړې چې له دې وروستو هغوي دغلته حکومتي ځواکونه په شاتگ مجبور کړي اؤټول ښار يې ترخپل واک لاندې راوستى دى.

خو امريکا په رمادي ددولت اسلاميه دقبضې دپخلي کولو څخه ډډه کړې اؤ وئيلي يې دي چې صورتحال تر دې مهاله واضحه نۀ دى اؤ لا مقابله کولى شي.

جنگيالو درمادي په زياتره سيمه دجمعې په ورځ دقبضې کولو څخه وروستو دښار په مينځ کې په موقعيت لرونکو صوبائي دفترونو خپل تور بيرغ ځړولى ؤ.

خو دښار ختيزه سيمه دعراقي حکومت په واک کې وه، دغلته دعراق ځانگړو ځواکونو ددولت اسلاميه دجنگيالو دپرمختگ په ضد مزاحمت کولو.

عراقي امنيتي چارواکو خبريالانو ته وئيلي دي چې دسختې مرگ ژوبلې اوړيدو څخه وروستو ختيزه سيمه کې دگمارلي پوځ پاتې دستې هم داتوار په ورځ پشا شوي چې له دې وروستو په ټول ښار داعش قبضه کړې ده.

عراق کې دگمارلي عراقي پوځ افسران وائي چې دتندلارو دسختو حملو څخه وروستو عسکر په لويديزه غاړه دموقعيت لرونکې هاغه پوځي چاوڼۍ څخه هم وتلي دکوم ځايې څخه چې رمادي کې دعراقي ځواکونو دداعش په ضد مزاحمتي کارروايۍ قابو کيدې.

داعش په جاري شوي يو بيان کې په چاوڼۍ دقبضې کولو ترڅنگ دټينکونو په گډون دغلته دموجودې درنې وسلې پخپله قبضه کې داخستو دعوه هم کړې ده.

له دې وړاندې چاوڼۍ کې موجود يو پوځي افسر دټيليفون له لارې خبريالانو ته وئيلي وؤ چې تندلارو چاوڼۍ پخپله گيره کې اخستې اؤ اوس به هغوي ته دنور کومک دليږلو څه گټه نۀ وي.

دغه افسر وئيلي وؤ چې جنگيالو دچاوڼۍ په جنوبي دروازه دننه داخليدو کې بريالي شوي اؤ دلاؤډ سپيکر له لارې چاوڼۍ کې موجودو پاتې پوځيانو ته دوسلې په ځمکه دايښودو په صورت کې دمحفوظې لارې ورکولو وړانديز کوي.

پوځي افسر وئيلي وؤ چې دتندلارو دپرمختگ له امله چاوڼۍ کې موجود پوځيان دلويديز لوري ته شاتگ کوي ترڅو کومې محفوظې سيمې ته ورسيږي.

دداعش دپرمختگ په ضد دعراقي ځواکونو اؤ دهغوي دائتلافي مليشو له لوري تيرکال دپيل کړل شوې کارروايۍ څخه وروستو دعراق په کوم لويې ښار دتندلارو دقبضې دا لمړۍ پيښه ده.

ددريائى فرات په غاړه اباد ښار رمادي دعراق دپلازمينې بغداد څخه 110 کلو ميټره لويديز لوري ته موقعيت لري اؤ دعراق دسُني اکثريت لرونکې اؤ تر ټولو دلويې صوبې الانبار دسراؤ مرکزي ښار دى.

له دې وړاندې دعراق وزيراعظم حيدرالعبادي رمادي کې په ميشتوؤ عسکرو غږ کړى ؤ چې پخپلو مورچو کې کلک اودريږي اؤ دداعش دې په کلکه مقابله وکړي.

دالانبار دصوبائي کونسل يو غړي اثلفهداوي خبريالانو ته وئيلي دي چې په رمادي حکومتي کنټرول په مکمل ډول ختم شوى ځايې چارواکو دصوبې دنورو سيمو په لوري دداعش دپرمختگ مخنيوي لپاره مرکزي حکومت څخه دښار خواؤشا کې دشيعه مليشو دگمارلو خواست کړى دى.

دصوبائي کونسل دمنظورۍ څخه وروستو وزيراعظم العبادي دعراقي ځواکونو ملاتړ لپاره دشيعه مليشو درمادي خواؤشا سيمو کې دگمارلو منظوري ورکړې ده.

عراق کې دداعش په ضد جوړو کړل شوؤ شيعه مليشو دسږکال دپيل څخه دتندلارو دپرمختگ مخنيوي اؤ دځينو سيمو څخه دهغوي په شاتگ مجبورولو کې مهم کردار ادا کړى دى.

خو دفرقه وارانه تاؤتريخوالي دانديښنې په تناظر کې دغه شيعه مليشې تر دې مهاله دسُني مسلمانانو اکثريت لرونکې صوبې الانبار څخه لرې ساتل شوې وې ، ددغه صوبې زياتره سيمه دتيرو څو مياشتو راهسې دداعش په قبضه کې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG