لاس رسیدونکی لینک

کابل: ځانمرگي بريد کې درې کسان وژل شوي،۲۱ ژوبل


د کورنو چارو د وزارت وياند وئيلي ، په ژوبلو کسانو کې درې بهرني سرتيري، اته زنانه او درې ماشومان هم شامل دي .

د افغانستان په پلازمينه کابل کې نن د اتوار په ورځ يو ځانمرگی بريد شوی چې په نتيجه کې يې درې کسان وژل شوي ، او د ماشومانو او زنانوؤ په گډون ۲۱ نور کسان ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي دغه بريد چې نن سحر د حامدکرزي نړيوال هوايي ډگر سره نزدې د مېټرولوجسټ (هواپېژندنې) محکمې سره څنگ ته شوی ، چې پکې د بهرنو ځواکونو کاروان په هدف شوی او درې کسان پکې وژل شوي دي .

خو د کورنو چارو د وزارت وياند صديق صديقي پېښه کې د دوه کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی . نوموړي تائيد کړې چې يو ځانمرگي د چاؤدېدونکو موادو ډک موټر ته د بهرنو ځواکونو د کاروان تېريدو په مهال چاؤدنه کړې ده .

د کورنو چارو د وزارت وياند وئيلي ، په ژوبلو کسانو کې درې بهرني سرتيري، اته زنانه او درې ماشومان هم شامل دي .

راپورونه وايي د بريد په مهال په دغه ځايې کې په گڼ شمېر کې ملکي وگړي موجود وو .

د راپورونو ترمخه دغه بريد د يورپي يونين د پوليسو (اي يوپي اواېل) په کاروان شوی دی ، او د يورپي مشن لخوا وئيل شوي چې په دغه چاؤدنه کې يې يو غړی وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي .

طالبانو د دغې بريد پړه په غاړه اخيستې ده .

XS
SM
MD
LG