لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام: امريکايي پوځ د داعش مهم مشر وژلی


د نيشنل سيکيورټي کونسل وياندې برنادی ميهان وئيلي ، د عملياتو په مهال کوم امريکايي نه وژل شوی او نه ژوبل شوی دی .
د نيشنل سيکيورټي کونسل وياندې برنادی ميهان وئيلي ، د عملياتو په مهال کوم امريکايي نه وژل شوی او نه ژوبل شوی دی .

د امريکې سپينې ماڼۍ او پينټاگان وئيلي ، چې د امريکي خصوصي پوځ د شام په ختيز کې د داعش يو مهم مشر وژلی او د هغه مېرمن يي نيولې ده .

د شپې په مهال ترسره شوؤ دغو عملياتو کې يو کس په هدف شوی چې ابوسياف نوميږي .

امريکې وئيلي دغه کس د دولت اسلامي تُندروه ډلې د مالي کاررايانې کولې د تيلو په غلا کې شامل ؤ ، او د دغه دندې د لارې به يي د تنظيم د عملياتو دپاره پېسې رايوځايي کولې .

سپين ماڼۍ وئيلي ، د امريکې صدر باراک اوباما د جمعې په شپه پېنټاگان ته هدايات ورکړي چې په عراق کې تعنيات امريکايي اهلکا دې الامر ته د عملياتو دپاره ولېږل شي .

د داعش د وژل شوي مشر د مېرمن چې امې سياف نوميږي ، دا وخت په عراق کې د امريکايي پوځ په بند کې ده ، او د عملياتو په مهال د دغه هلته نه يوه يزيدي پېغله هم ترلاسه شوې ده .

د نيشنل سيکيورټي کونسل وياندې برنادی ميهان وئيلي ، د عملياتو په مهال کوم امريکايي نه وژل شوی او نه ژوبل شوی دی .

د امريکې خارجه وزير اېشټن کارټرپه يو بيان کې وئيلي ، چې د دغې کارروايۍ نه داعش ته د رسؤل شوې يوې بلې ضربې ښه اندازه لگي ، او دا خبره عزم څرگندوي چې امريکا به کله هم د ترهگرو خوندي ځالې ونه زغمي ، څوک چې زمونږ د وگړو، ملگرو او اتحاديانو دپاره د خطرې سبب گرځېدلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG