لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر: پخواني صدرمحمدمُرسي ته د مرگ سزا واورول شوه


مصري پوځ په کال ۲۰۱۳م کې هغه وخت د مُرسي تخته نسکوره کړې چې کله په ملينونو خلک د هغه دحکومت په ضد سړکونو ته راوتي وو .
مصري پوځ په کال ۲۰۱۳م کې هغه وخت د مُرسي تخته نسکوره کړې چې کله په ملينونو خلک د هغه دحکومت په ضد سړکونو ته راوتي وو .

د مصر يو عدالت پخواني صدر محمدمُرسي او هغه د ۱۰۰ نه زياتو نورو کسانو ته په کال ۲۰۱۱م کې د جېل ماتولو په تور کې د مرگ سزا اورولې ده .

نن د خالي په ورځ قاهره کې اورول شوې سزا د منظورۍ دپاره مفتي اعظم ته لېږل شوې او د راتلونکې پېشۍ او ختمي فېصلې اورولو دپاره د جون دويمه نېټه ټاکل شوې ده .

پخواني صدر باندې د جاسوسۍ تورونه هم دي .

تېره مياشت د ملک وړومبي سياسي منتخب شوي صدر ته په کال ۲۰۱۲م کې د صدارتي ماڼۍ مخې ته د مظاهره چيانو د وژنې په کېس کې د ۲۰ کالو د بند سزا اورول شوې وه . د فوجدارۍ عدالت د اخوان المسلمين ډلې نور ۱۲ مشرانو او پلويان د گواښونو او تشدد قصوروار گرځولي ، خو د مرگ نا .

مصري پوځ په کال ۲۰۱۳م کې هغه وخت د مُرسي تخته نسکوره کړې چې کله په ملينونو خلک د هغه دحکومت په ضد سړکونو ته راوتي وو . د هغې وروستو د هغه وخت د پوځ مشر او اوسني صدر عبدالفتاح السيسي د اخوان المسلمين ډلې په سلگونو غړي او پلويان جېل ته لېږلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG