لاس رسیدونکی لینک

چين او هند د ۲۲ اربه ډالرو تجارتي مهاهدې لاس ليک کړې


په دغو معاهدو د هندوستان د وزيراعظم نريندرمودي د چين د درې ورځنۍ دورې په اخرنۍ ورځ لاس ليک شوی دی .

بيجنگ کې د هندوستان سفارتخاني وئيلي ، چې د خالي په ورځ چين او هند د ۲۲ اربه ډالرو ۲۶ تجارتي معاهدې لاس ليک کړي دي .

د رائټرز خبري ادارې ترمخه په دغو معاهدو د هندوستان د وزيراعظم نريندرمودي د چين د درې ورځنۍ دورې په اخرنۍ ورځ لاس ليک شوی دی .

د هندوستان د سفارتخانې چارواکي نامگياسي کهمپا ترمخه په دوه اړخيزه معاهدو کې د قابلې جديدې توانائۍ، سمندري اډو ته د ودې ورکولو ، تجارت او صنعتي پارکونو جوړولو سره نورې شعبې شاملي دي .

په دغه مهال يوه دستوره کې د هند وزيراعظم نريندرمودي د چين کمپنۍ په هند کې د سرمايه کارۍ په لړ کې په اعتماد کې اخيستي ، او زياته کړې يې ده چې هند اوس په يو ښه ماحول کې کاروبار ته تيار دی .

د ۲۶ معاهدو نه وړاندې د جمعې په ورځ د دواړو ملکونو ترمينځ ۲۴ دوه اړخيزه معاهدې لاس ليک شوې وې .

تېر کال د چين صدر شي چنپنگ د هند د دورې په مهال اعلان کړی ؤ ، چې هغه به د راتلونکو پينځه ؤ کالونو په موده کې هند کې د ۲۰ اربه ډالرو سرمايه کاري کوي چې پکې دوه صنعتې پارکونه جوړول هم شامل وو .

خو وئيل کيږي دغه معامله له دې کبله په قلاره شوې چې وزيراعظم نريندرمودي ته د ځمکو حاصلولو دپاره د اسانو قاعدو په ترلاسه کولو کې ستونزې رامخې ته دي .

د چين او هند ترمينځ تېر کال تجارتي حجم ۷۱ اربه ډالره ؤ ، او وئيل کيږي د هند وزيراعظم د چين د دورې سره به په دې کې نوره اضافه وشي .

XS
SM
MD
LG