لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخطرې صورت کې به دخليجي هيوادونو دفاع کولى شي،صدراوباما


 صدر اوبامادواشنگټن شمال کې موقعيت لرونکي کيمپ ډيوډ کې په شپږو هيوادونو دمشتمل خليج مرستندويه کونسل دمشرانو اؤ سينئر وزيرانو دغونډې مشري کړې.
صدر اوبامادواشنگټن شمال کې موقعيت لرونکي کيمپ ډيوډ کې په شپږو هيوادونو دمشتمل خليج مرستندويه کونسل دمشرانو اؤ سينئر وزيرانو دغونډې مشري کړې.

دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي چې دخليجي رياستونو سلامتۍ لپاره دامريکا اراده مضبوطه ده اؤ که چې هغوي ته کومه خطره پيښه شوه نو پوځي طاقت به هم استعمالوي.

صدر اوبامادواشنگټن شمال کې موقعيت لرونکي کيمپ ډيوډ کې په شپږو هيوادونو دمشتمل خليج مرستندويه کونسل دمشرانو اؤ سينئر وزيرانو دغونډې مشري کړې.

غونډه کې دسعودي عرب ولي عهده اؤ مرستيال ولي عهده، دکويت اؤ قطر مشرانو اؤ دبحرين، اوامان اؤ متحده عرب اماراتو لوړپوړي چارواکو گډن کړى.

دليدنې څخه وروستو صدر اوباما وويل دمذاکراتو په مهال هغه په دې اړه ډير ډاگيز وؤ چې دکومې بهرنۍ حملې په ضد به امريکا دخپلو جي سي سي شراکت دارانو سره اودريږي اؤ په لاس کې دلرونکو وسيلو په استعمال به غور کوي چې پکې دپوځي طاقت ممکنه استعمال هم شامل دى.

امريکائي صدر وويل سيمه دغيرمعمولي بدلونونو اؤ لويو چيلنجونو څخه تيريږي.

دخليجي هيوادونو مشران دې غونډه کې دصدر اوباما له لوري ددې باور په هيله شريک شوي چې امريکا په بشپړ ډول دهغوي دتحفظ لپاره ژمنه ده.

هغوي دې غونډه کې يو باضابطه دفاعي تړون خو نۀ دى ترلاسه شوى لکه څنگه چې يې څو خليجي هيوادونه غواړي خو په داسې وخت کې چې هغوي سيمه کې دايران دکردار اؤ تندروه ډلو څخه خطره محسوسوي ورته دامريکا له لوري يو واضحه پيغام ترلاسه شوى کوم چې هغوي غوښتو.

صدر اوباما وويل امريکا به خليجي رياستونو ته دپيښو ټولو خطرو مخنيوي کې دمرستې ورکولو لاپره خپلې هڅې غزوي ، دې کې به نور جنگونه مشقونه، دميزائيل دفاعي نظام جوړولو کې مرسته اؤ دفوري ردعمل توان سيوا کول شامل وي.

خليجي رياستونه په دې خبره انديښنه لري چې دنړۍ لويو طاقتونو سره دجوهري تړون وروستو به دهغوي په رقيب هيواد ايران دلويديز له لوري لگيدلي بنديزونه ختم شي اؤ دغه هيواد به ديو سيمه ييز جارحانه هيواد په توگه راپورته شي.

اوباما وويل خوشحاله دى چې اوس خليجي مشران ايران سره د يو جامع اؤ پخلي دجوگه تړون دپراخه ملاتړ لپاره تيار دي دکوم سره چې به دجوهري وسلو جوړولو څخه دايران مخه ونيول شي، اؤ هغه گڼي چې دا دايران په گټه هم ده.

دسعودي عرب خارجه وزير عدل الجبير دزيارت په ورځ وئيلي حکومت به يې انتظار کوي اؤ دکومې رايې قائمولو څخه دمخه به ايران سره دجوهري مذاکراتو جاج اخلي.

اوباما اؤ دخليج مرستندويه کونسل هيوادونو شام کې داعتدال خوښي حزب اختلاف مضبوطولو، يمن کې په انساني بنيادونو دجنگ بندۍ دملاتړ کولو اؤداسرائيل په دوه رياستي حل دکار کولو ژمنه هم کړې ده، که هر څو صدر اوباما وويل داسرائيل اؤ فلسطين ترمينځ دامن تړون لا لرې په نظر راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG