لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د جېل پخوانی افسر په ډزو وژل شوی


په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې په تېره لږه موده کې د پوليس د ډي اېس پي عهدې دوه افسران هم په هدف کړی شوي دي .
په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې په تېره لږه موده کې د پوليس د ډي اېس پي عهدې دوه افسران هم په هدف کړی شوي دي .

د پاکستان لويي صنعتي ښار کراچۍ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د حېدراباد جېل پخوانی مشر(سپرنټنډنټ) وژل شوی او هغه سره په گاډي کې ناستو درې زنانوؤ کې يوه ژوبل شوې ده .​

د پوليسو په وېنا دغه پېښه د ښار په پهلوان گوټ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې پوليس افسر اعجازحېدر سره په گاډي درې زنانه ناستې وې .

د ښار د شرقي ضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي پيرمحمد شاه د پېښې په ځايي مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، په موټر سائيکل يو کس راغلی او په پوليس افسر يې ډزې کړي دي ، چې په نتيجه کې يې هغه وژل شوی او يوه زنانه ورسره ژوبل شوې ده .

وزيراعظم نوازشريف د پېښې غندنه کړې او پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو هدايات يې ورکړي دي .

وزيراعظم وئيلي په کراچۍ کې به د ترهگرۍ د خاتمې پورې روان عمليات دوام لري .

په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې په تېره لږه موده کې د پوليس د ډي اېس پي عهدې دوه افسران هم په هدف کړی شوي دي .

تازه پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې د شوور يا چهارشنبې په ورځ د ښار په صفورا چورنگۍ کې وسله والو د اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکو کسانو په ډک بس ډزې کړي او ۴۴ کسان يي وژلي وو .

ښار کې د دغه پېښې وروستو کلک امنيتي گامونه پورته کړی شوي ، او چارواکي وايي پرېکړه يې کړې چې ښار کې به د وران کارو ، ترهگرو په ضد روان هدفي عمليات نور تېزولی شي .

په کراچۍ ښار کې د ستمبر کال ۲۰۱۳م راهسې رېنجر او پوليس په گډه د وران کارو او ترهگرو په ضد هدفي عمليات کوي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG