لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په را د تورونو په شا پټ مقصدونه څه دي؟


نزدې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان د طاقتوره پوځ د کور کمانډرانو غونډې وروستو په پاکستان کې د ترهه گرۍ پېښو کې د هند د استخبارتي ادرې را د ککړ تیا تورونه سوا شوي دي – د پاکستان د باندينو چارو سیکتر اعزاز چودهري په کراچۍ کې د کم شمیره فرقې اسماعيلیانو د څلور څلویښت کسانو وژل کیدلو وروستو ویلي دي په پاکستان کې را تر هگري کوي- بلې لوري ته د بانيدينو چارو د وزارت ویاند قاضي خليل الله واېي اسلام اباد کابل ته ویلي چې په خپله خاوره د ې را د پاکستان په ضد د حملو منصوبو جوړولو ته نه پریږدي- د پاکستان حکومتي او پوځي مشرانو په تیره لسيزه کې بیا بیا دا ویلي دي چې هېواد ته یې د کورني دښمن نه لویه خطره ده- خو وس داسې بريښې د تورونو مرکز هند دی او د پوځي حکومتي مشرانو، ښي اړخه سیاسي مذهبي گوندونو او مطبوعاتو نشریاتو د تنقيد غشي په نوي ډيلي ورېږي-

د واشنگټن پوسټ په پاکستان کې خبریال حق نواز واېي پاکستان او هند اکثره په یو بل د سفارتي فشار سوا کولو په غرض تورونه پورې کوي او په را وسني تورونه هم دغه معنی' ورکوي – خو واقعي په را د پاکستان اوسني تورنه د سفارتي فشار برخه ده که نا پاکستان ددغه نوې نعرې په شا څه نوې مقصدونه پټ دي ؟ ددغه تپوس په ډاگه ځواب لا څوک نه ورکوي - په کراچۍ کې د مۍ په دیارلسمه د څلور څلویښت کسانو وژلو زمواري غیر قانونه گرزول شوې ډلې جندالله اخستې وه او د پېښې په ځاېی کې په یو کاغذ ليکل شوي تحرير کې وئیل شوي وو دولتِ اسلامي خپل کار شورو کړو او د نورو حملو په تمه اوسۍ- د پاکستان پخواني داخله وزير رحمان ملک د ډیوه ریډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د داعش په پاکستان کې د موجودگۍ گڼ ثبوتونه لري- د پاکستان د ځواکونو پخوانې جر نیل او د فاع د چارو څیړونکې طلعت مسعود وایې د هند او پاکستان په یو بل د تورنو لړۍ ډیره پخوانۍ ده خو واېي د کراچۍ د پیښې تور په را لگول د وخت نه ډیره مخکې خبره ښکاري -

په شپاړسم دسمبر 2014م په پېښور کې طالبانو د سکول د 144 ماشومانو په گډون 150 کسانو وژلو ورستو د پاکستان حکومت د نیشنل ایکشن پلان یا ترهگرۍ خلاف قامي منصوبې اعلان کړې و او په کور دننه دښمن ته یې د ماتې ورکولو منصوبه جوړه کړې وه – دهیواد داخله چارو وزير چودهري نثار واېي ددغه منصوبې ورستو په هېواد کې تر اوسه شپږ دیرش زره شکمن وسله وال نيول شوي دي-

پاکستان د قامي ایکشن پلان نعره په یو داسې وخت کې ورکړې وه چې په هیواد کې زیاتره خلقو د ترهگرو خلاف د یو کوټلې اخري جگړې غوښتنه کوله خو وس یو وار بیا څیړونکي واېي په هیواد کې د کیدونکې تر هگرۍ تور په را پورې کولو سره په قامي کچه په اولس د نوې نعرې منلو منصوبه جوړه شوې ده -

څیړونکي واېي پاکستان په را د تورونو ډنډوره په داسې وخت غږوي چې چين په پاکستان کې د شپږ څلوېښت اربه ډالرو سرمایه لگولو اعلان کړې دی چې پکې د کړکیچ ځپلې صوبې بلوچستان د گوادر بندر نه د چين د کاشغر پورې لارې ( کوریډور) جوړولو او اته صنعتي مرکزونو یوه لویه منصوبه شامل ده –په پاکستان کې درې صوبې پښتونخوا، سنده او بلوچستان مشران په دغه منصوبه اعتراضونه کوي او واېی چې ددغه منصوبې ډیره لویه برخه پنجاب ته ورکول کیږي او نورو صوبو ته پکې سمه برخه نه ورکول کیږي- د پښتونخوا د گڼ شمیر سیاسي مشرانو نه علاوه د صوبې د چیمبر اف کا مرس صدر فواد اسحاق هم په دغه منصوبه اعتراض کړې او وایې داسې ښکاري نواز شريف یواځې د پنجاب وزیر اعظم وي – د پاکستان وزير اعظم نواز شريف واېي د چين پاکستان منصوبه د ټول پاکستان د خوشالۍ د پاره ده -

د پاکستان واکمنو په خپلو بیانونو کې دا هم ویلي دي چې گوادر کاشغر لاره به د هیواد تقدیر بدل کړي او واېي گاونډي هیوادونه د پاکستان د پرمختگ خلاف سازشونه کوي او نه غواړي چې په هېواد کې خوشحالي او ترقي راشي- ځيني څیړونکي دا هم واېي چې د هند اسخباراتي ادرې را خلاف نعره په اصل کې د هغه خلقو د خاموشه کولو د پاره پورته کېږي چې د گوادر کاشغر په منصوبه کې د پنجاب هومره برخه غواړي –

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG