لاس رسیدونکی لینک

صدر اوباما د ایران، شام او ېمن د خلېجي هیوادونو مشرانو سره لېدلي.


President Barack Obama sits with Kuwait Emir Sheikh Sabah Al-Ahmad Al-Sabah, left, Secretary of State John Kerry, and Gulf Cooperation Council leaders and delegations at Camp David, Md., May 14, 2015.

د امریکا صدر باراک اوباما د ۶و خلېجي هیوادونو نه راغلې سترو چارواکو د منځني ختېز په مسلو نن د زیارت په ورځ هم غونډه جاري ساتلې ده. پدغه غونډه کې د ایران اېټومي پروګرام په ممکنه لوظنامې په عراق، شام، یمن او لېبیا کې روانې جگړې پحقله خبرې کیږي.

د خلېج مرستندویه کونسل غړو سره دغه خبرې تېره شپه د ډوډۍ وروستو شروع شوې او د زیارت په ورځ د واشنگټن سره نژدی په کیمپ ډیوډ کې جاري دي.

د امریکا صدر اوباما پدغه غونډه کې وېلي چې دا روانه غونډه په داسې وخت روانه ده چې په خلیج کې ډیر نازک وخت دې. د صدر اوباما د قامي امنیت صلاحکار بن روډز تېره ورځ الحره ټي وي ته ویلي د دې غنډې یو مهم مقصد د خلیجي ملکونو پوځي صلاحیتونو جاج اغستل او داسې لارې لټول دی چې دوي خپلو کې او د امریکه سره په گډه کار اوکړې شي.

خلیجي ملکونه د سیمه ایز مخالف ایران سره د روان ایټومي خبرو اترو په سر اندېښنې څرگند کړي او غواړي چې امریکا سره خپلې امنیتي اړیکې نوری هم سوا کړي. دغه هیوادونه یره لري چې څه قسمه لوظنامه به په سیمه کې د ایران عزت زیات کړي او نورو خلیجي هیوادونو سره به د امریکا اړیکې کمزورې شي.

تېره ورځ د امریکا صدر بارک اوباما وېلي وو امریکا او سعودي عرب تر مېنځه د تېرو اوؤ لسېزو راهسې ملګرتیا ده. دشورو په ورځ سپينه ماڼۍ کې دسعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن نائف اؤ مرستيال ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره دخبرو وروستو صحافيانو سره دخبرو په مهال امريکائيصدر دغه بيان ورکړى.

دسپينې ماڼۍ په اوول افس کېدسعودي هيئت سره دليدنې څخه وروستو صدر اوباما صحافيانو ته وويل امريکا اؤ سعودي عرب په دې سخت وخت کې هم دخپلو اړيکو دښه کولو لپاره هڅې دوامداره ساتلي دي.

امريکائي صدر وويلسعودي عربسيمه کېدفعاله تندروه ډلېداعش په ضد دکيدونکو بين المللي هڅو مهمه برخه ده، هغه وويلدسعودي ولي عهد شهزاده محمد بن نائف سره دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه خبرې نۀ يواځې دسيمې دثبات بلکېدامريکائي اولس دمحفوظولو لپاره هم مهمې دي.

په دغه موقع خبريالانو سره خبرو کې دسعودي ولي عهده وويل صدر اوباما ته يې دشاه سلمان پيغام رسولى چې پکې دسعودي مشر وئيلي هغه ددواړو هيوادونو ترمينځتاريخي اؤ سټريټجک اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي.

شهزاده محمد دصدر اوباما په مخاطب کولو سره وويل” مونږ په سختو حالاتو قابو موندلو کې دامن اؤ ثبات لپاره تاسو سره کار کولو ته تيار يو“. دسعوديدغه دواړه مشرانپه شپږ ملکيخليج مرستندويهکونسلاؤ دامريکا په مشرۍغونډه کې گډون لپاره واشنگټن ته رسيدلي دي.

دسعودي عرب باچا روانه اوونۍ کې سرمشريزه غونډه کېدگډون څخهمعذرت کړى ؤ اؤگڼو مبصرينو اؤدميډيا دا داوباما انتظاميې لپاره يوه ضربه گرځولې وه. دخليج مرستندويه کونسل دشپږو هيوادونو څخه يواځې دقطر اؤ کويت مشران دصدر اوباما په بلنه سرمرشيزه غونډه کې گډون کوي اؤ دسعودي عرب، بحرني، عمان اؤ متحده عرب اماراتو حکومتونوغونډه لپاره خپل استازي ليږلي.

ددغه غونډې مقصد دايران په جوهري پروگرام اؤ دتهران اؤ واشنگټن ترمينځپه وړانديز کړل شوي تړون خليجي هيوادونه باور کې اخستل دي ، دغه هيوادونه سيمه کېدايران روايتي مخالف دي.

XS
SM
MD
LG