لاس رسیدونکی لینک

دپوځي قيادت لخوا کراچۍ کې دعملياتو دلا تُندولو اؤ موثره کولو ژمنه


کراچۍ کې دلوړې کچې دغه غونډه يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شوې چې ترهه گرو ښار کې داسماعيليانو په يو بس حمله وکړه اؤ دښځو په گډون يې لږ ترلږه ٤٤ کسان ووژل.

تيره ورځ کراچۍ کې داسماعيليانو په بس دخونړۍ حملې څخه وروستو دکراچۍ په کورهيډکوارټرز کې دسياسي اؤ عسکري چارواکو په يوه غونډه کې پريکړه شوې ده چې ښار کې به مجرمانه کارروائيو اؤ دترهه گرۍ پيښو کې دککړو مجرمانو په ضد عمليات نور هم موثره اؤ تُندولى شي.

کورهيډکوارټرز کراچۍ کې دصوبائي اپيکس کميټۍ ځانگړې غونډه ترسره شوې چې پکې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دخفيه ادارې( ائي ايس ائي) مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر، دکراچۍ کورکمانډر ، دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه، دسندهـ وزيراعلي قائم علي شاه اؤ گورنر عشرت العلباد هم گډون کړى دى.

کراچۍ کې دلوړې کچې دغه غونډه يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شوې چې ترهه گرو ښار کې داسماعيليانو په يو بس حمله وکړه اؤ دښځو په گډون يې لږ ترلږه ٤٤ کسان ووژل.

ددغه حملې ذمه واري تندروه ډلې جندالله په غاړه اخستې، دغه ډلې له دې وړاندې هم پاکستان کې په اقليتونو دحملو ذمه واري قبوله کړې.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټوئټر خپل پيغام کې وئيلي دي چې داپيکس کميټۍ ځانگړې غونډه کې دکراچۍ دعملياتو دپرمختگ اؤدصفورا پيښه کې دککړو ملزمانو دنيولو لپاره دروانو هڅو جاج اخستل شوى.

دلوړې کچې په دغه غونډه کې کراچۍ کې پرته له امتياز څخه دعملياتو دنورو تُندولو اؤ داپيکس کميټۍ دغونډې په اووۀ نيز اساس درابللو پريکړه شوې ده.

غونډه کې وئيل شوي دي چې قانون نافذونکې ادارې اؤ دکراچۍ مجموعي واکمني به ښه کولى شي اؤ دمجرمانو خلاف به دسياسي، مذهبي، لساني، فرقه وارانه اؤ هررقم وابستگۍ څخه پرته کارروائي کولى شي.

دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه داپيکس کميټۍ غونډه کې پريکړه شوې ده چې دقانون نافذونکو ادارو واک به دکراچۍ تر هاغو سيمو پورې غزولى شي چرته چې واکمني کمزورې ده.

جنرل باجوه وئيلي دي چې ټول مجرمان اؤ دهغوي مرسته کوونکي به دسياسي، مذهبي، فرقه ايز اؤ نسلي اؤ نورو وابستگيو څخه پرته نيولى شي.

دغه غونډه کې پريکړه شوې ده چې کراچۍ ته به دترهه گرو دداخلې دمخنيوي لپاره په خواؤشا سيمو کلک نظر ساتلى شي ، دغو سيمو کې دپوليسو گزمو اؤ جاسوسۍدنظام دموثرولو پريکړه هم شوې ده.

اوس به دمهمواؤ خفيه معلوماتو په رڼا کې دترهه گرو په ضد بيړنۍ کارروايۍ ترسره کيږي اؤ ددې ترڅنگ به دکراچۍ په گډون ټوله سندهـ صوبه کې دافسرانو تعيناتو اؤ تبادلو کې اهليت اؤ ميرټ په نظر کې ساتلى شي.

دترهه گرو په ضد کارروايۍ لپاره دخفيه معلوماتو دنظام دمربوطولو پريکړه هم مخې ته راغلې ده اؤ فيصله شوې چې دپاکستان تر ټولو لويې ښار کراچۍ به دترهه گرو څخه پاکولى شي.

تيره ورځ کراچۍ کې په اسماعيل ورورولۍ دشوې حملې څخه وروستو دزيارت په ورځ پاکستان کې دغم ورځ نمانځل کيږي اؤ ددې ترڅنگ دغه حمله کې وژل شوي کسان خاورو ته سپارل کيږي.

دشورو په سحردکراچۍ دصفورا چورنگي سره نزدې نامعلوم ترهه گر داسماعيل ورورولۍ وړونکي بس ته ورننوتلي وؤ اؤ په خلکو يې ناتاره ډزې کړې وې چې پکې دښځو په گډون ٤٤ کسان وژل شوي وؤ.

دزيارت په ورځ کراچۍ کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي،بازارونه، کاروباري مرکزونه اؤ تعليمي ادارې بندي دي اؤ امتحاني پرچي ځنډول شوي دي.

دشورو په ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دسري لنکا خپله درې ورځنۍ دوره ځنډولې وه اؤ غرمه مهال کراچۍ ته رسيدلى ؤ، وزيراعظم نواز شريف هم ماښام دنورو اعلي شخصياتو ترڅنگ کراچۍ ته ورغلى اؤ دلوړې کچې ديوې غونډې مشري يې کړې.

په عين حال کې امريکا، ملگرو ملتونو، اروپائي اتحاديې نورو بيلا بيلو هيوادونو کراچۍ کې په اسماعيليانو په شوې حملې دافسوس اؤ غمرازۍ څرگندونه کړې اؤ ددغه حملې غندنه يې کړې ده.

داسماعيل فرقي روحاني پيشوا پرنس کريم اغا خان هم په دغه پيښه دافسوس څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې په پرامنه خلکو حمله دغندنې وړ ده.

XS
SM
MD
LG