لاس رسیدونکی لینک

دچين ددورې په مهال مودي دنزدې اړيکو جوړولو هڅه کوي


په تاريخي توگه ددغو دواړو لويو هيوادونو ترمينځ اړيکې پوله دتاؤتريخوالي له امله ښې نۀ دي پاتې شوي.

دهند وزيراعظم نريندر مودي په يوه سرکاري دوره چين ته رسيدلى، هندي وزيراعظم به دخپل دغه سفر په مهال دايشياء ددوؤ لويو هيوادونو ترمينځ دسفارتي اؤ اقتصادي اړيکو دښه کولو هڅه کوي.

په تاريخي توگه ددغو دواړو لويو هيوادونو ترمينځ اړيکې پوله دتاؤتريخوالي له امله ښې نۀ دي پاتې شوي.

هندي وزيراعظم نريندر مودي دزيارت په ورځ دشانژي صوبې سرښار ژان ته رسيدلى، کوم چې دچين دصدر شي جنگپنگ پلرنۍ سيمه ده، دچين صدر سره دليدنې څخه وروستو به نريندر مودي بيجنگ اؤ شنگهائي ته ځي.

دچين صدر دښې ارادې داشارې ورکولو په توگه دزيارت په ورځ هندي وزيراعظم ته دهرکلي وئيلو لپاره ژان ته رسيږي، دچيني مشرانو لپاره دا خبره غيرمعمولي ده چې هغوي دچين دپلازمينې بيجنگ څخه بهر دکوم هيواد دمشر سره ليدنه کوي.

دهند وزيراعظم چين ته دغه سفر څو مياشتې وروستو له هغې کوي چې مودي پخپله پلرنۍ سيمه احمداباد کې ديوې سرکاري دورې په مهال دچين دصدر ميلمستيا کړې وه.

دچين دسرکاري گلوبل ټائمز اخبار ترمخه توقعو کيږي چې دواړه مشران به ددې دورې په مهال دلسو بلينو په اقتصادي تړونونو لاسليک وکړي.

ددورې څخه دمخه نريندر مودي وئيلي دي چې ددغه سفر سره به ايشياء کې دخوشحالۍ لارې پرانستل کيږي.

توقعو کيږي چې دواړه مشران به دپولې په هاغه شخړه هم دپرمختگ کولو هڅه کوي چې په کال ١٩٦٢م کې دهغوي ترمينځ ديوې وړې جگړې سبب شوى اؤ دغه شخړې په اوسنو کلونو کې بيا سر راپورته کړى.

چين دهند په اروناچل پرديش رياست کې د90,000ؤ سکوئير کلو ميټرو څخه په زياته علاقه دعوه لري اؤ هند وائي چې چين په په اکسائي چين کې د38,000 ؤ په زياتو سکوئير کلو ميټره سيمه قبضه لري.

دخالي په ورځ به دچين وزيراعظم شنگهائي کې دچين اؤ هند کاروباري غونډه کې گډون کوي.

XS
SM
MD
LG