لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:د وزيراعظم په مشرۍ د اعلی کچې غونډه او داسماعيليانو په وژنه غبرگون


په غونډه کې په ښار کې د روانو عملياتو تېزولو او د وران کارو سره دهغويي د ملاتړ کوؤنکو په ضد د کلکو گامونو پورته کولو پرېکړه شوې ده .
په غونډه کې په ښار کې د روانو عملياتو تېزولو او د وران کارو سره دهغويي د ملاتړ کوؤنکو په ضد د کلکو گامونو پورته کولو پرېکړه شوې ده .

د پاکستان ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د شورو په ورځ قاتلانه حمله کې د اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکو ۴۳ کسانو د وژنې او ۱۳ ژوبلېدو وروستو د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د قانون نافذؤنکو او صوبايي چارواکو د اعلی کچې يوه غونډه شوې ده .

د سرکاري ميډيا ترمخه د گورنرسندهـ په ماڼۍ کې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې نوموړي متعلقه ادارو ته هدايات ورکړي ، چې د اسماعيلي فرقې سره په تعلق لرونکو بريد کوؤنکې دي زر تر زره ونيول شي .

وزيراعظم وئيلي د د ښمن ايجنډا د ملک د پرمختگ په ضد ده ، ولې د هغه په وينا دښمن به دغسې کولو ته نه پرېږدي . نوازشريف وئيلي ټولو قانون نافذؤنکو ادارو له په کراچۍ کې د امن په ځايي کولو کې په گډه کار کول پکار دی ، او د ټولو ادارو زمه واري ده چې د ترهگرۍ مخنيوي وکړي .

د راپورونو ترمخه د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې چې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، د ائي اېس ائي مشر لفټننټ جنرال رضوان اختر، کورکمانډرکراچۍ نويدمختار، ډي جي رېنجر بلال اکبر، د دفاع وزيرخواجه اصف، وزيراعلی سندهـ قائم علي شاه ، گورنر عشرت العباد ،مرکزي او صوبايي سيکرټريانو او پوليس افسرانو گډون کړی دی .

په غونډه کې په ښار کې د روانو عملياتو تېزولو او د وران کارو سره دهغويي د ملاتړ کوؤنکو په ضد د کلکو گامونو پورته کولو پرېکړه شوې ده .

له دې وړاندې وزيراعظم په پلازمينه اسلام اباد کې د ټول گونديز کانفرنس په مهال د کراچۍ په پېښه افسوس او اندېښنه يې څرگند کړې چې ترهگرو هغه خلک په هدف کړل چې محب وطن دي او تل يي د پاکستان په پرمختگ کې کردار ادا کړی دی .

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې رېنجر او پوليس په گډه د وران کارو په ضد عمليات کوي . او د کال ۲۰۱۴م د جون په مياشت کې د کراچۍ په هوايي ډگر د ترهگريز بريد وروستو چې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو جنگيالو په ضد عمليات پېل کړی شو ، نو د هغې سره په کراچۍ کې هم روان عمليات نور تُند کړی شو .

د شورو په ورځ د اسماعيلي فرقي سره تعلق لرونکو کسانو باندې د بريد پړه د طالبانو جندالله ډلې په سر اخستې ده .

د اسماعيلي فرقې د غړو په وژنه غبرگون

وزيراعظم د اسماعيليانو په وژنه د يوې ورځې سرکاري ماتم اعلان کړی دی .

او د اسماعيلي فرقې روحاني مشر پرنس کريم اغاخان د کراچۍ په پېښه سخت خفگان څرگند کړی او وئيلي يي دي ، په يوه پُرامنه ورورولۍ دغه ډول ترهگري ناوړه عمل دی ، نوموړي پېښه کې په هدف شوؤ کورنو سره خواخوږي څرگند کړې ده .

د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار ترمخه د کراچۍ د پېښې له کبله د پوځ سرلښکر د سري لنکا درې ورځنۍ دوره ځندولې ده .

وزيراعظم نوازشريف او د پوځ مشر جنرال راحيل شريف د پرنس کريم اغان سره رابطه کړې په پېښه يې ورسره افسوس څرگند کړی ، او باور يې ورته ورکړی چې پېښه کې ککړ کسان به منطقې انجام ته رسولی شي .

پاکستان کې د امريکې سفير رچرډ اولسن د پېښې غندنه کړې ، او د ککړو کسانو په ضد پلټنو کې يې د امريکې لخوا د مرستو کولو هم وئيلي دي .

ملگرو ملتونو، يورپي يونين، د هند وزيراعظم نريندرمودي او پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ارسي پي) د اسماعيلي فرقي د غړو وژنه په سختو ټکو کې غندلې ده .

د اېچ ار سي پي دپاکستان مشرې زهره يوسف په يو بيان کې وئيلي ، د حکومتي چارواکو، سياست مدارو او مدني ټولنې لخوا يواځې په غندنو کار نه کيږي ، نوموړې پوښتې کړي او وضاحت يې غوښتی دی ، چې څنگه دغه بريد ممکن شو چې يو شمېر امنيتي او استخباراتي په هرڅه خبردي يا يي مخنيوي کولی شي .

هغې دا هم وئيلي چې څنگه د ترهگرۍ په ضد جوړه تگ لاره (نېشنل اېکشن پلان) يا نورې حکمت عملۍ په راتلونکې کې د خلکو ځانونه بچ کولی شي، او د ترهگرۍ په ضد د تحفظ پاکستان، تيزندۍ په ځايي کولو او پوځي عدالتونو جوړېدو په رنگ گامونو دې هم وضاحت وکړې شي چې دغه هرڅه ولې ناکامه شو.

د سندهـ صوبايي حکومت، ای اېن پي، اېم کيواېم، شيعه تنظيمونو نن د زيارت ورځ د تورې ورځې په توگه د نمانځلو او سوداگرو د ښار د کاروباري مرکزونو د بندېز اعلان کړی دی .

د صوبايي حکومت چارواکي وايي د پېښې د پلټنو دپاره يې د لوړ پوړو پوليس افسرانو تحقيقاتي کميټي جوړه کړې ، او د صوبې داطلاعاتو وزير شرجيل مېمن وئيلي ، څنگه چې له دې وړاندې نور کېسونه معلوم کړی شوي په دغه پېښه کې ککړ کسان به هم ونيول شي .

د کراچۍ په يونيورسټو کې نن کېدونکي امتحاني پرچې ځنډول شوي ، او د عيسايي لږکيو د مشنري سکولونو د بندېز اعلان شوی دی .

د اسماعيلي فرقې د غړو نه په ډک بس د بريد وروستو د رېنجرو د وياند لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د صفورا چورنگۍ نه په چاپېره علاقو کې د لټون په عملياتو کې د شک په بنياد ۷۰ کسان نيول شوي او د هغويې نه پلټنې کولی شي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG