لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي کوريا ددفاع وزير ته دمرگ سزا ورکړل شوې


هيون يونگ ديوې پوځي دستورې په مهال اودۀ شوى ؤ اؤ په ظاهره هغه ته دمرگ دسزا دورکولو وجه همدغه وه.
هيون يونگ ديوې پوځي دستورې په مهال اودۀ شوى ؤ اؤ په ظاهره هغه ته دمرگ دسزا دورکولو وجه همدغه وه.

دجنوبي کورياداستخباراتي ادارې دچارواکو ترمخه دشمالي کوريا دمشر کم جونگ ان په حکم ددفاع وزير هيون يونگ چول ته دمرگ سزا ورکړل شوې ده.

هيون يونگ ديوې پوځي دستورې په مهال اودۀ شوى ؤ اؤ په ظاهره هغه ته دمرگ دسزا دورکولو وجه همدغه وه.

خو دجنوبي کوريا دخبري ادارې يونهاپ ترمخه کم جونگ او ديو کال څخه هم کمه موده وړاندې هيون ته په دغه عهده ترقي ورکړې وه اؤ اؤ دشمالي کوريا مشر هيؤن يونگ چول څخه دقيادت ددرناوي نۀ کولو، وفادارۍ نۀ لرلو اؤ دستورو کې په اودۀ کيدو گيله لرله.

دجنوبي کوريا دخبري ادارې يونهاپ ترمخه دجنوبي کوريا دخفيه ادارې چارواکو دپارلمان غړو ته وئيلي چې هيوؤن چول په ٣٠م اپريل دالوتکې ضدتوپې څخه په ډزو کولو سره وژل شوى.

ديونهاپ ترمخه څو ځله هيوؤن يونگ چول دکم جونگ دخيالاتو سره اتفاق نۀ ؤ کړى اؤ هغه ته يې ځواب ورکړى ؤ.

دجنوبي کوريا دخفيه ادارې مرستيال ډائريکټر هان کي بوئم سيؤل کې پارليماني کميټۍ ته وويل په ٣٠م اگست دهيوؤن په سزا عمل درامد سلگونو کسانو ليدلى.

خو په دې خبر دشمالي کوريا له لوري تر دې مهاله کوم بيان مخې ته نۀ دى راغلى، په ډاگه دې وي چې دازادو سرچينو څخه شمالي کوريا کې درامينځته کيدونکو دغه شان پيښو پخلى گران دى.

دکم جونگ ان لړ کې وئيل کيږي چې هغه معمولي اختلاف هم نۀ زغمي

هغه په کال ٢٠١٣م کې په شکمنه توگه دبې وفايۍ په اساس دخپل ترۀ دمرگ دسزا حکم کړى ؤ په کوم چې عمل درامد شوى ؤ.

دجنوبي کوريا استخباراتي ادارې تيره مياشت وئيلي وؤ چې کم جونگ ان دخپلو اختياراتو په چيلنج کولو د١٥ؤ سينئر افسرانو دمرگ دسزا حکم کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG