لاس رسیدونکی لینک

امريکا:دپاټلۍ څخه دريل گاډي دښوئيدو پيښه کې پينځه کسان مړۀ شوي


دواشنگټن ډي سي څخه نيويارک ته تلونکى ريل گادى په فلاډيلفيا کې دنهې په ورځ ددغه پيښې سره مخ شوى دى.

امريکا کې ريل گاډى دپاټلۍ څخه ښوئيدلى چې له امله يې لږ ترلږه پينځه کسان مړۀ شوي اؤ په لسگونو ژوبل شوي دي.

دواشنگټن ډي سي څخه نيويارک ته تلونکى ريل گادى په فلاډيلفيا کې دنهې په ورځ ددغه پيښې سره مخ شوى دى.

دفلاډيلفيا ميئر مائيکل نټر دپينځوؤ کسانو دمړينې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې لږ ترلږه ٤٩ کسان ژوبل شوي چې پکې دشپږو حالت نازک دى.

دټرين کمپنۍ ايمټريک ترمخه ريل گاډي کې ٢٣٨ مسافر اؤ دعملې پينځه غړي ناست وؤ اؤ ددغه پيښې څخه وروستو اوس مهال فلاډيلفيا څخه نيويارک لپاره ټرين سروس ځنډول شوى.

دچارواکو وينا ده چې دپيښې داطلاع دترلاسه کيدو وروستو سيمې ته امدادي کارکوونکي رسيدلي ، دريل گاډي انجن اؤ شپږ ډبې دپاټلۍ څخه ښوئيلي دي.

ددغه پيښې وجوهات په فوري توگه نۀ دي معلوم شوي اؤ دوفاقي تحقيقاتي ادارې ايف بي ائي چارواکي هم پلټنو کې دمرستې لپاره دپيښې ځايې ته رسيدلي.

دپنسلوينيا سره تعلق لرونکي دکانگريس پخواني غړي پيټرک مرفي هم دغه ريل گاډي کې سفر کولو، هغه ايم ايس اين بي سي ته وئيلي دي چې دغه پيښه کې هغه هم معمولي ژوبل شوى.

هغه دا هم وئيلي دي چې ريل گاډي په يوه گينټه کې دشپيتوؤ څخه اوياؤ کلو ميټرو په رفتار سره سفر کولو چې ناڅاپي دپاټلۍ څخه وښوئيدو.

XS
SM
MD
LG