د پاکستان ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د د اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکو مسافرو نه په ډک بس باندې نامعلومه موټر سائيکل سورو وسله والو ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې ۴۳ کسان وژل شوي ، او ۱۳ نور ژوبل شوي دي .
دغه پېښه چې نن د شورو په ورځ سحر د ښار په صفورا چورنگۍ سيمه کې رامنځته شوې ده .
د سندهـ صوبې د پوليس مشر (ائي جي) غلام حېدر جمالي مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل " دا د ترهگرۍ پېښه ده چې پکې د روغتون د چارواکو په وېنا ۴۳ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي .
د پوليس افسر په وېنا په درېو موټر سائيکلو سواره شپږ ترهگر راغلي ، بس ته دننه ننوتي او په نائن اېم اېم تماچه يې په سورو کسانو باندې ناتاره ډزې کړي دي .
هغه ووئيل حمله کوؤنکي هغه ترهگر او انتهاپسند دي چې په ښار کې يې له دې وړاندې پوليس افسران په هدف کړي دي .
د پوليسو په وينا په وژل شوؤ کسانو کې ۲۵ سړي او ۱۶ زنانه هم شاملي دي .
د پوليسو په وينا په دغه بس کې چې د اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکي کسان سواره ؤ ، او په هدف کړی شوي دي ، په دغه بس کې د اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکي کسان د صفورا سيمې د الاظهر گارډن نه د ښار عائشه منزل سيمې ته روان ؤ .
پېښه کې ژوبل او مړي نزدې شخصي روغتون او ځينې د ښار بېلا بيلو روغتونونو ته وړل شوي دي .
پوليس وايي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .
صدر ممنون حسېن او وزيراعظم نوازشريف او د مختلفو سياسي ډلو لخوا د پېښې غندنه شوې ، او د سندهـ صوبي وزيراعلی د پېښې نوټس اخيستی ، او رپورټ يې طلب کړی دی .
د سرکاري ميډيا ترمخه د اطلاعاتو مرکزي وزير پروېز رشيد وئيلي ، ضرب عضب او د کراچۍ هدفي عمليات به ترهغې روان وي ، څو پورې چې د ملک نه د ترهگرۍ خاتمه نه وي شوي .
د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار مشر مېجر جنرال عاصم باجوه په ټويټر يو پېغام کې وئيلي ، د پوځ سرلښکر جنرال راحيل په کراچۍ کې په بس د ترهگريز له کبله د سري لنکا درې ورځنۍ ټاکلې دوره ځنډولې ده .