لاس رسیدونکی لینک

نيپال کې يوه بله طاقتوره زلزله،24 کسان مړۀ


تازه زلزلې په نتيجه کې هند کې د څلورو،دچين په تبت کې ديو اؤ نيپال کې ١٩ؤ کسانو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي اؤ ددې ترڅنگ گڼې ودانۍ هم راغورځيدلي دي

نيپال کې تيره مياشت دراغلې خونړۍ زلزلې څخه وروستو دنهې په ورځ يوځل بيا دطاقتورې زلزلې جړقونه محسوس کړل شوي چې له امله يې لږ ترلږه نور ٢٤ کسان وژل شوي اؤ دنيپال دداخله وزارت ترمخه د1000ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.

دتازه زلزلې په نتيجه کې هند کې د څلورو،دچين په تبت کې ديو اؤ نيپال کې ١٩ؤ کسانو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي اؤ ددې ترڅنگ گڼې ودانۍ هم راغورځيدلي دي، دنهې په ورځ دراغلې زلزلې له امله دتيرزلزلې ويريدلي خلک يوځل بيا له ويرې کوڅو کې په منډو ترړو وهلو مجبور شول.

ددغه زلزلې جړقونه په گاونډي هيواد هند کې هم محسوس کړل شوي اؤ چارواکي وائي چې دچين په تبت کې يې هم ودانۍ راغورځولي دي.

دامريکائي جياليوجيکل سروى ترمخه دزلزلې شدت 7.4 ريکارډ کړل شوى اؤ مرکز يې دماؤنټ ايورسټ سره نزدې ؤ.

له دې وړاندې په ٢٥م اپريل د7.9 شدت زلزلې دجنوب ختيزې ايشياء دغه پسمانده هيواد کې تباهي خوره کړې اؤ پکې د٨٠٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ، دغه زلزله کې دپلازمينې کټهمنډو په گډون بيلا بيلو سيمو کې ودانۍ، کورونه ، پلونه اؤ سړکونه تباه شوي وؤ.

دملگرو ملتونو ترمخه دغه زلزله کې داتياوؤ لکو څخه زيات کسان اغيزمن شوي اؤ امدادي هلو ځلولپاره دپاکستان،هند اؤ امريکا په گډون دمختلفو ملکونو ډلې نيپال کې موجودې دي.

دغه ددغه خونړۍ زلزلې جړقونه دنيپال ترڅنگ په پاکستان، هندوستان، بنگله ديش اؤ چين کې هم محسوس کړل شوي اؤ مرگ ژوبله يې اړولې وه.

XS
SM
MD
LG