لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي باچا د امريکي ـ خليجې هېوادونو په غونډه کې گډون نه کوي


د سعودي عرب خارجه وزير الجُبېر وئيلي ، باچا سلمان به په غونډه کې د گډون دپاره په خپل ځايې ولي عهد محمدبن نائب ليږي .
د سعودي عرب خارجه وزير الجُبېر وئيلي ، باچا سلمان به په غونډه کې د گډون دپاره په خپل ځايې ولي عهد محمدبن نائب ليږي .

د سعودي عرب خارجه وزيرعادل الجُبېر د اتوار په ورځ وئيلي ، چې روانه اوونۍ د امريکې صدرباراک اوباما په کوربه توب کې د امريکې او خليجي هېوادونو په غونډه کې به د سعودي عرب باچا سلمان بن عبدالعزيز گډون نه کوي .

دغه غونډه چې د شورو د ورځې څخه سپينه ماڼۍ کې پېل کيږي پکې به د شپږو خليجي هېوادونو د مشرانو پلاوي صدر اوباما سره ويني ، او د زيارت په ورځ به بيا په صدارتي کېمپ ډېوډ کې صدر اوباما سره خبرې اترې کوي .

د سعودي عرب خارجه وزير الجُبېر وئيلي ، باچا سلمان به په غونډه کې د گډون دپاره په خپل ځايې ولي عهد محمدبن نائب ليږي .

نوموړي د باچا سلمان د خليجي هېوادونو سره د غونډو د مشرۍ کولو حواله ورکړې ، چې سعودي عرب په گاونډي هېواد يمن کې د انسانۍ همدردۍ په بنياد د پينځه ورځو جنگ بندۍ وئيلي ، چرته چې د سعودي په مشرۍ اتحاد د حکومت په ضد جنگيالو خلاف فضايي عمليات کوي .

د سعودي عرب باچا چې په دغه غونډه کې گډون نه کوي ، يواځې د قطر او کويت مشران به د خپلو هيئتونو مشري کوي . د کويت امير صباح احمد الصباح د اتوار په ورځ واشنگټن ته تلی او د قطر امير شېخ تميم بن حماد التاني به د دوحې نه د گل په ورځ روانيږي .

د عمان سلطان قابوس بن سيد او د متحده عرب اماراتو صدر خليفه بن زېد النهيان د صحت له کبله په غونډن کې گډون نه کوي .

د سپينې ماڼۍ وياند اېرک شلټز تېره اوونۍ وئيلي ؤ ، چې په دغه غونډنه کې به د خليجي هېوادونو سره د امنيتي په لړ کې د مرستو زياتولو او په عراق، شام، ليبيا او يمن کې د روانو شخړو په هوارولو غور کولی شي .

د دې ترڅنگ د ايران د جوهري پروگرام په اړه خبرې اترې او په دغه لړ کې د خليجي هېوادونو اندېښنې هم د خبرو اترو برخه ده .

خليجي هېوادونه اندېښنه لري ، چې ايران د اقتصادي بندېزونو نه د ځان خلاصولو سره سره جوهري وسلې هم جوړول غواړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG