لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تعلقات ښه دي - په سعودي کې د پاکستان سفير سره خصوصی مرکه


په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير ښاغلې منظورالحق واېي د پاکستان او سعودي د پخوا په رنگه اوس هم ډیرخواږه او ډیر ښه تعلقات دي- سفير ښاغلي منظورالحق د ډيوه ریډیو په پروگرام واشنگټن ټو خیبر کې د خبرو په وخت ویلي دا تعلقات لکه د پخوا په رنگه ښه دي او نور به هم ښه کیږي- منظورالحق په یو داسې وخت کې په سعودي کې د پاکستان سفير دی چې د پاکستان پارلیمان د سعودي عرب سره په یمن کې دحوثي قبایلو په ضد په جگړه کې د بې پلوه پاتیکیدلو فیصله کړیده – سعودي عرب چې په یمن کې یې د حوثیانو په ضد د خپلو نورو ایتلافیانو په گډه هواېي حملې شورو کړي دي پاکستان نه هم په دغه جگړه کې د ملگرتیا غوښتنه کړې وه- خو د اسلام اباد لخوا د ریاض په جگړه کې د بې پلوه اودریدلو په فیصله دعرب نړۍ یوشمیرمشرانو د ناخوښۍ څرگندونې کړې وې – د یو ای اي مرستیال باندينو چارو وزير پاکستان ته د سختو نتيجو دړکه کړې وه- خوښاغلې منظورالحق واېي د دواړو هیوادونو په تعلقاتو کې هيڅ فرق نه دی راغلې – سفير واېي دا وخت په سعودي کې نزدې یویشت لکه پاکستانیان کار کوي اود خپل هیواد په معاشي پرمختگ کې ډیر ښه کردار ادا کوي-

د سفير نه په پروگرام کې اوریدونکو د ټليفون او د فیس بک د لارې هم پوښتنې کولې ، زیاتره پوښتنې دا وې چې د پاکستان په سعودي کې سفارت خانه کې عملې خلق سِوا کول پکاردي ځکه چې د پاسپورټ په جوړولو کې زیات وخت لگي خو سفير اوویل چې دوېي روزانه د ریاض او جدې په مرکزونو کې نزدی پيځلس سوه پاسپورټونه جوړوي- په سعودي کې د یو نوي قانون تر مخه به د روان کال د دسمبر د میاشت نه ورستو د لاس جوړ پاسپورټونه قبول نه وي او یواځې مشين ريډایبل پاسپورټونه به کارول کیږي سفير د یو سوال په ځواب کې اوویل چې سعودي ته تلونکو پاکستانیانو ته پکارده چې سعودي ته د تگ نه وړاندې د خپل کفيل ، کمپنۍ او انشورنس په حقله د خپل ایجنټ نه کره او پوره معلومات واخلي-

سفير اوویل چې سعودي ته د حج په موقع راتلونکو حاجیانو لپاره د انتظاماتو په شکایوتنو کې د پاکستان حکومت پوره کوشش کوي چې کوم حاجي ته څه تکايف او نه رسي- هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې اوویل چې کوشش کوي پاکستان ته د سعودي نه الوتونکو مسافرو د جهازونو د وخت په سر کیدونکي شکایتونه ختم کړي – په سعودي کې کار کونکي مسافر شکایت کوي پاکستان ته اکثره جهازونو ناوخته رسي او بیا لرې پرتو سيمو ته تلونکي مسافر لاهور ، کراچۍ یا اسلام ابد کې د شپې اضافي خرچه برداشت کوي-

د سفير سره تفصيلي خصوصی مرکه په لانديني لينک واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:55:01 0:00
Direct link

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG