لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حسني مبارک اوزامنو ته يې ددرېو کالو بند سزا اورول شوې


حسني مبارک ۳۰ کاله د مصر واکمن پاتې شوی ، او له دغې سزا وړاندې هغه او دوه زامنو جمال او اعلی يې لږ تر لږه درې کاله بند تېر کړی دی .
حسني مبارک ۳۰ کاله د مصر واکمن پاتې شوی ، او له دغې سزا وړاندې هغه او دوه زامنو جمال او اعلی يې لږ تر لږه درې کاله بند تېر کړی دی .

د مصر يو عدالت د درغلۍ د تورونو ثابتېدو وروستو پخواني صدر حسني مبارک او د هغه دوه زامنو ته د درېو کالو بند سزا اورولې ده ، دغه فېصله د کېس بيا اورېدنې په مهال شوې ده چې په نتيجه کې يې څلور کاله وړاندې د چوکۍ نه لرې کړی شوي حسني مبارک باندې يو بل داغ لگېدلی دی .

حسني مبارک ۳۰ کاله د مصر واکمن پاتې شوی ، او له دغې سزا وړاندې هغه او دوه زامنو جمال او اعلی يې لږ تر لږه درې کاله بند تېر کړی دی .

د خالي په ورځ د فېصلې وروستو دا نه ده په ډاگه شوې چې ۸۷ کلن پخوانی صدر څوک چې په کال ۲۰۱۱م کې د چوکۍ څخه لرې کړی شوی ؤ ، نور به څومره بند تېروي .

د دغه کېس چې بيا اورېدنه وشوه ، په حسني مبارک او زامنو باندې يې د لاکونو ډالرو چې د صدارتي محل د سينگارولو دپاره ځانگړې کړی شوي وو د هغو د غبن کولو تور لگېدلی ؤ . استغاثې وئيلي مبارک دغه پېسې په خپلو شخصي ودانو باندې خرڅ کړي دي .

له دې وړاندې عدالت د حسني مبارک په ضد د قتل تورونه رد کړي وو ، د کومو تعلق چې په کال ۲۰۱۱م کې قاهره کې تحريرچوک باندې د احتجاج کوؤنکو د وژنو د سازش سره ؤ ، کله چې د شمالي افريقې او منځني ختيز په ځينې برخو کې د "عرب سپرنگ" تحريک په زور کې ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG