لاس رسیدونکی لینک

د نلترپېښه کې د وژل شوؤ مړي اسلام اباد ته راوړل شو


د اعزاز چودهري په وينا د مړه شوؤ بهرنيانو د مړو خپلو ملکونو لېږلو په لړ کې هغويې سره په رابطه کې دي ، او هغويې به په خصوصي الوتکو کې خپلو ملکونو ته لېږلی شي .

د جمعې په ورځ د پاکستان شمالي علاقې گلگت په نلتر سيمه کې د هيلي کاپټر غورځېدو پېښه کې د وژل شوؤ چې پکې بهر ملکي سفيران شامل ؤ مړي يې نن د خالي په ورځ پلازميني اسلام اباد ته راوړل شوي دي . او په پېښه د يوې ورځې قومي ماتم کولی شي .

د گلگت بلتستان په نلتر علاقه کې د جمعې په ورځ پوځي هيلي کاپټر(اېم ائي ۱۷) د تکنيکي خرابۍ له امله په هنگامي توگه د کوزېدو په مهال تباه شوی ؤ ، چې پکې د ناروی او فلپائن سفيران او د انډونيشيا او ملائيشيا د سفيرانو مېرمني ، د هيلي کاپټر دواړه پوځي پائلټان او د املې يو غړی وژل شوي وو .

د سرکاري ميډيا ترمخه د راولپنډۍ په نورخان ائيربېس چې خپلو خپلو بېرغونو کې نغتښتي د مړو تابوتونه راورسؤل شو ، نو مړو ته د پوځي اعزاز سره سلامي ورکړی شوه .

په دغه موقع د گډو ځواکونو د کميټۍ (چيئرمېن جوائنټ چېفس اف سټاف) جنرال راشد محمود ، د درې واړو پوځونو مشران ، د وزيراعظم د بهرنو چارو خصوصي صلاح کار طارق فاطمي، سيکرټري خارجه اعزاز احمد چودهري په گډون د بهرنو سفارتخانو چارواکي هم موجود وو .

اعزاز چودهري په دغه موقع ميډيا سره خبرو کې وئيلي چې د مړه شوؤ بهرنيانو د مړو خپلو ملکونو لېږلو په لړ کې هغويې سره دويې په رابطه کې دي ، او هغويې به په خصوصي الوتکو کې خپلو ملکونو ته لېږلی شي .

د سرکاري ميډيا ترمخه وزيراعظم نوازشريف د نلتر پېښه کې د مړه شوؤ بهرنو سفيرانو د مړو سره د درې مرکزي وزيرانو لېږلو وئيلي دي ، مرکزي وزيرعبدالقادر بلوچ به ناروی، احسن اقبال به ملايشيا او انډونيشيا او خرم دستگير به فلپائن ته لېږلی شي .

په تباه شوي هيلي کاپټر کې بهر ملکي سفيران او هغويې سره نور مشران د گلگت نلتر سيمې ته روان وو ، چې دغه هيلي کاپټر د کوزېدو په مهال د پښې ښکار شو . په هيلي کاپټر کې سورو ۱۷ کسان سواره وو چې پکې په ژوبل شوؤ کسانو کې د نېدرلېنډ او پولينډ سفيران هم شامل دي .

ژوبل کسان هم نن د خالي په ورځ اسلام اباد ته راوړل شوي دي .

وزيراعظم نوازشريف د خالي په ورځ د ملايشيا وزيراعظم نجيب رزاق سره په ټيليفون خبرې کړي ، او پېښه کې د سفير د مېرمني په وژنه يې ورسره افسوس څرگند کړی دی .

نن د خالي په ورځ پاکستان کې د يوې ورځې ماتم کولی شي ، او په ټولو سرکاري ودانو ، د بهرنو ملکونو په سفارتخانو او مشنز باندې قومي بېرغ نيمکخو کړی شوی دی .

XS
SM
MD
LG