لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دهيلي کاپټر تباه کيدو له امله دفلپائن اؤ ناروى سفيران ووژل شول


 دپوځي وياند ترمخه دهيلي کاپټر دتباه کيدو پيښه کې ژوبل شوي کسان دگلگت سي ايم ايچ هسپتال ته رسول شوي دي
دپوځي وياند ترمخه دهيلي کاپټر دتباه کيدو پيښه کې ژوبل شوي کسان دگلگت سي ايم ايچ هسپتال ته رسول شوي دي

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه په ټوئټر خپل يو پيغام کې وئيلي دي چې دفلپائن اؤ ناروى سفيران اؤ دمليشيا اؤ انډونيشياء دسفيرانو ميرمنې دپاکستان په گلت بلتستان سيمه کې دهيلي کاپټر دتباه کيدو پيښه کې وژل شوي دي.

دگلگت بلتستان په نلتر سيمه کې دپاکستاني پوځ يو هيلي کاپټر دراکوزيدو په مهال ديو سکول راغورځيدلى اؤ تباه شوى.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه په ټوئټر يو پيغام کې وئيلي دي چې دپاکستاني پوځ ايم ائي -17 هيلي کاپټر دتباه کيدو په نتيجه کې دوه پائيلټان هم وژل شوي دي.

دميډيا راپورونو کې دوژل شوؤ پائيلټانو پيژندگلو دميجر اتماش اؤ ميجر فيصل په نومونو سره شوې ده.​

پوځي وياند وئيلي دي چې دغه هيلي کاپټر کې خواؤشا ١١ بهرنيان اؤ ٦ پاکستاني مسافر سوارۀ وؤ اؤ دپيښې څخه وروستو سيمې ته امدادي ډلې رسيدلي دي.

دپوځي وياند ترمخه دهيلي کاپټر دتباه کيدو پيښه کې ژوبل شوي کسان دگلگت سي ايم ايچ هسپتال ته رسول شوي دي

پيښه کې ډچ سفير Marcel de Vink اؤ دپولينډ سفيرAndrzej Ananicz هم ژوبل شوي دي.

ميډيا سره خبور کې ميجر جنرل عاصم باجوه وئيلي دي چې دغه پيښه دتکنيکي نقص له امله رامينځته شوې اؤ هغه ددغه هيلي کاپټر په تباه کيدو کې دترهه گرۍ يا ورانکارۍ دپيښې امکان رد کړى دى.

پوځي وياند وويل چې دطريقه کار سره سم يوه تحقيقات ډله جوړه کړل شوې کومه چې به دهيلي کاپټر دتباه کيدو دعلت په اړه پلټنې کوي.

بل لوري ته غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان دعوه کړې چې دغه پيښه دهغوي دحملې نتيجې وه خو ددغه پخلى په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى.

په سمدستي توگه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې ددغه پيښې درامينځته کيدو علت څه ؤ اؤ نۀ هم دا معلومه شوې چې ددغه هيلي کاپټر منزل څه ؤ خو دميډيا ځينې راپورونه وائي چې ټاکل شوې وه نن به وزيراعظم نواز شريف دپرانستې يوه دستوره کې دگډون لپاره دگلگت دوره کوي اؤ دغه هيلي کاپټر وزيراعظم ته دامنيت ورکولو لپاره روان ؤ.

دميډياراپورونو ترمخه ددريوؤ هيلي کاپټرو په يو کاروان کې بهرني ډيپلوماټان اؤ دهغوي ملګري دپاکستان گلگت بلتستان علاقې ته وړل کيدل( دغه سيمه دکشمير دلانجمنې سيمې برخه ده)

ديو هيلي کاپټر يو مسافر دنوم نۀ څرگندولو په شرط يو بهرني خبري اژانس ته وئيلي دي چې دا يو ډيپلوماتيک سفر ؤ چې پکې د٣٧ؤ هيوادونو غړي شامل وؤ.

يو امنيتي چارواکي وئيلي دي چې هغوي ته وئيل شوي سيمې ته دې دزيات څخه زيات ايمبولينسونه وليږي ځکه چې سيمه کې حالات سخت دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG