لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دانتخاباتو نتيجې :دډيوډ کيمرون کنزرويټيو گوند دبرترۍ په لور


د650ؤ چوکو څخه د500ؤ څخه دزياتو نتيجې دجمعې سحر پورې مخې ته راغلي چې پکې کنزرويټيو گوند تر ټولو زياتې284 اؤ مخالف ليبر گوند218 چوکۍ گټلي دي.
د650ؤ چوکو څخه د500ؤ څخه دزياتو نتيجې دجمعې سحر پورې مخې ته راغلي چې پکې کنزرويټيو گوند تر ټولو زياتې284 اؤ مخالف ليبر گوند218 چوکۍ گټلي دي.

برطانيه کې دزيارت په ورځ دترسره شوؤ عامو انتخاباتو نتيجې مخې ته راتلل شروع شوي دي اؤ پکې تر دې مهاله دوزيراعظم ډيوډ کيمرون کنزرويټيو گوند وړاندې ښکاري.

د650ؤ چوکو څخه د500ؤ څخه دزياتو نتيجې دجمعې سحر پورې مخې ته راغلي چې پکې کنزرويټيو گوند تر ټولو زياتې284 اؤ مخالف ليبر گوند218 چوکۍ گټلي دي.

دتازه انتخابي اندازو ترمخه کنزرويټيو گوند دې انتخاباتو کې د325ؤ چوکو په گټلو سره دبرطانوي پارلمان په ښکتني ايوان( دارالعوام) کې ساده اکثريت ترلاسه کولى شي.

وزيراعظم ډيوډ کيمرون خپله چوکۍ گټلې اؤ هغه وائي که چرې يوځل بيا دحکومت په جوړولو کې بريالى شو نو ټولو سره به په گډه کار کوي.

دليبر گوند مشر ايډملي بينډ خپله چوکۍ خو گټلې خو تر دې مهاله مخې ته راغلې نتيجې يې دخپل گوند لپاره مايوسه کوونکې بللي.

دتيرو انتخاباتو څخه وروستو جوړ شوي حکومت کې شامل لبرل ډيموکريټس تر دې مهاله يواځې شپږ چوکۍ گټلي اؤ په دغه اړه تر ټولو ځانگړې خبره دا ده چې دغه گوند په هاغو ٣٧ؤ حلقو کې دماتې سره مخ شوى چې پکې يې ٢٠١٠م کې ټاکنې گټلې وې.

هيله کيږي چې دجمعې تر غرمې پورې به دانتخابي نتيجو پړاؤ پاې ته ورسيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG