لاس رسیدونکی لینک

هنددې داخلي معاملو کې مداخلت څخه ډډه وکړي،پاکستان


دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دخارجه دفتر نوي وياند خليل الله قاضي وويل پاکستان مختلفو سيمو کې دهند دمداخلت معامله څو ځله راپورته کړې ، په ځانگړې توگه کله چې ددواړو هيوادونو ترمينځ مذاکرات کيږي.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند وئيلي دي چې هند دې دپاکستان داخلي معاملو کې دمداخلت څڅه ډډه وکړي اؤ زياته کړې يې ده چې هند سره دخارجه سکترانو په کچه داوسنو خبرو په گډون په گڼو موقعو پاکستان پخپلو داخلي معاملو کې دهندي مداخلت ثبوتونه ورکړي دي.

دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دخارجه دفتر نوي وياند خليل الله قاضي وويل پاکستان مختلفو سيمو کې دهند دمداخلت معامله څو ځله راپورته کړې ، په ځانگړې توگه کله چې ددواړو هيوادونو ترمينځ مذاکرات کيږي.

دپاکستان دخارجه دفتر دوياند ددغه بيان څخه دوه ورځې دمخه دراولپينډۍ جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې دکورکمانډرانو غونډه کې دپوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه دهند دخفيه ايجنسۍ” را“ پاکستان کې دترهه گرۍ پيښو کې دککړتيا دمعاملې نوټس اخستل شوى اؤ په دې انديښنه څرگنده کړل شوې.

خو دهند له لوري دپاکستاني پوځ اؤ حکومت په دغو تازه بيانونو تر دې مهاله کوم ردعمل مخې ته نۀ دى راغلى.

تيره اوونۍ دسعودي يوې ورځپاڼې سره مرکه کې وزيراعظم نواز شريف دا هم وئيلي وؤ چې دپاکستان له لوري دښو اړيکو دخواهش هند په منفي انداز کې ځواب ورکړى.

دپاکستان اؤ هند ترمينځ په روايتي توگه اړيکې دتاؤتريخوالي ښکار پاتې شوي اؤ ددواړو هيوادونو ترمينځ جنگونه هم شوي دي.

هند دممبۍ حملو کيس کې دککړ مرکزي ملزم ذکي الرحمان لکهوي پاکستان کې دعدالت په وينا په خوشې کيدو انديښنه لري اؤ ملگرو ملتونو ته يې دغه معامله کې دراوړاندې کيدو خواست هم کړى ؤ.

XS
SM
MD
LG