لاس رسیدونکی لینک

يمن د نړېوالې ورورولۍ نه د ځمکنو عملياتو غوښتنه کړې


دغه خط په داسې مهال ليکل شوی چې نړېواله ورورولي په يمن کې د اوربند يا د انساني خواخوږۍ په بنياد جنگ کې د دمې کولو په خبره زور راوړي .

يمن په نړيواله ورورولۍ زور راوړی چې په يمن کې د حوثي ياغيانو د پرمختگ نه کولو او په ځانگړې توگه د عدن او تعز ښار بچ کولو دپاره دې دغلته ځمکني عمليات وکړي .

د ملگرو ملتونو دپاره د يمن سفير خالد اليمني د سلامتي کونسل د صدر په نوم يو خط کې نوموړي د بشري حقونو د تنظيمونو نه هم غوښتنه کړې چې د عامو خلکو د ابادۍ په ضد د حوثي ياغيانو لخوا " وحشي تشدد" په نظر کې وساتي .

د دغې خط په اړه چې نور معلومات مخې ته نه دي راغلي ، او نه سفير اليمني په دغې اړه کوم وضاحت کړی دی . خو دغه خط په داسې مهال ليکل شوی چې نړېواله ورورولي په يمن کې د اوربند يا د انساني خواخوږۍ په بنياد جنگ کې د دمې کولو په خبره زور راوړي .

راپورونه وايي يمن دپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی هم د زيارت په ورځ د يمن د صدر منصور هادي سره په سعودي عرب کې ويني . او په دغې لړ کې د خبرو اترو دپاره د شورو په ورځ د امريکي خارجه وزير جان کېرې هم رياض ته رسېدلی دی .

حوثي ياغيانو تېرکال د يمن پلازمينه صنعا باندې قبضه کړې او دهغې وروستو يې نورو ښارونو پله پرمختگ پېل کړی ؤ . صدر منصور هادي دا وخت په سعودي عرب کې دي او په ملک کې يې د خانه جنگۍ حالات جوړ دي .

سعودي عرب وايي حوثي ياغيانو ته د ايران ملاتړ حاصل دی خو تهران د دغې خبرې رد کوي .

سعودي عرب د خپلو خليجي او عرب اتحاديانو سره په گډه د مارچ د مياشتې په اخره کې د حوثي ياغيانو په ضد فضائي عمليات پېل کړي ؤ ، او نزدې يوه مياشت وروستو يې د عملياتو محدود کولو وئيلي ؤ چې د اهدافو ترلاسه کولو نه پس اوس دغلته د حالاتو سياسي حل پله ځي .

د ملگرو ملتونو ترمخه د مارچ نه تر اوسه پورې يمن کې ۶۴۶ عام وگړي وژل شوي دي ، او خواؤشا درې لاکه کسان په کورونو پرېښودو مجبور شوي دي .

د سلامتي کونسل د صدر ريمنډا مرموکائيت يو وياند پخلی کړی دی چې خط ورته مېلاؤ شوی خو د هغه په وېنا د زيارت په ورځ خط باندې د بحث دپاره د کونسل کومه غونډه نه ده ټاکل شوې .

XS
SM
MD
LG