لاس رسیدونکی لینک

دترهه گرۍ خاتمې پورې به په ارام نه کښينو،نوازشريف


دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې دپاکستان معيشت دترهه گرۍ له امله سخت اغيزمن شوى

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې دپاکستان معيشت دترهه گرۍ له امله سخت اغيزمن شوى اؤ هم دا وجه ده چې دترهه گرو خاتمې لپاره عمليات پيل کړى شول کوم چې په کاميابۍ سره روان دي اؤ دعملياتو له لارې دهاغو ترهه گرو نيټ ورک اؤ ځالې تباه کړل شوي چې بې گناه خلک يې ووژل.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په ١٥مه نيټه قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دعملياتو پيل کيدو څخه يوه اوونۍ دمخه طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري واخسته( دغه حمله کې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ) اؤ دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکرات ناکام شول.

همدغه شان داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې دخيبرون په نوم عمليات وروستو له هغې پيل کړل چې دپوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه تيرکال دجون په مياشت کې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو څخه په گڼ شمير کې جنگيالي خيبرايجنسۍ ته وتښتيدل.

دپاکستان پوځ دخيبرايجنسۍ اؤ شمالي وزيرستان عملياتو کې دخواؤشا ٢٥٠٠ؤ ترهه گرو دوژلو دعوه کوي،خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى

وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې دپاکستان په دوره ورغلې داسټريليا دبهرنو چارو وزيرې جولي بشپ سره دليدنې په مهال نواز شريف ژمنه وکړه چې دترهه گرۍ تر خاتمې پورې به په ارام نه کښيني اؤ هيله يې څرگنده کړه چې دهغه دحکومت په دور کې به ترهه گري ختمه شي.

هغه وويل پاکستان اؤ اسټريليا په ټولو څانگو کې نزدې اؤ په مرسته اډاڼه لرونکې اړيکې لري اؤ راتلونکي وخت کې ددغو اړيکو نورمضبوطوالي ته ليواله دى.

جولي بشپ دپاکستان له لوري دترهه گرۍ په ضد جگړه، دنشه اي موادو مخنيوي، دانسانانو دتښتولو اؤ دمنظمو جرمونو خاتمې لړ کې دپاکستان دمرستې مننه ادا کړه.

په دغه موقع دپاکستاني وزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز، خارجه سکتر اعزاز چوهدري اؤ پاکستان کې داسټريليا هائي کمشنر پيټر هم موجود وؤ.

بل لوري ته وزيراعظم نواز شريف دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دمالديپ دصدر عبدالله يامين عبدالقيوم سره هم ليدنه کړې ده، په دغه موقع دواړو مشرانو داړونده خوښۍ په دوه اړخيزو چارو خبرې اترې کړي دي.

XS
SM
MD
LG