لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رفيق رجوانه دپنجاب نوى گورنر


 دسرکاري ميډيا ترمخه دگورنر په عهده درفيق رجوانه دتقررۍ منظوري دپاکستان صدر ممنون حسين ورکړې ده.
دسرکاري ميډيا ترمخه دگورنر په عهده درفيق رجوانه دتقررۍ منظوري دپاکستان صدر ممنون حسين ورکړې ده.

پاکستان کې دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) يو مشر ملک محمد رفيق رجوانه دابادۍ په لحاظ سره دترټولو لويې صوبې پنجاب نوى گورنر مقرر کړى شوى دى.

دسرکاري ميډيا ترمخه دگورنر په عهده درفيق رجوانه دتقررۍ منظوري دپاکستان صدر ممنون حسين ورکړې ده.

سرکاري بيان کې دا وضاحت نۀ دى شوى چې رفيق رجوانه به دخپلې عهدې لوړه کله کوي؟

دپنجاب نوى مقرر شوى گورنر دپيشې په لحاظ سره يو وکيل دى اؤ هغه ديوې اوږدې مودې راهسې دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) سره تعلق لري اؤ دگورنر دمقرريدو څخه دمخه دپاکستان دبرني ايوان( سينيټ) غړى ؤ.

دزيارت په ورځ سينيټ ته پخپله وروستۍ وينا کې هغه وويل هغه به دخپلو ائيني ذمه وارو په پوره کولو سره صوبې اؤ په ځانگړې توگه دجنوبي پنجاب دښه والي لپاره کار کوي.

درفيق رجوانه تعلق دپنجاب دجنوبي ضلعې ملتان سره دى.

دپنجاب پخواني گورنر چوهدري محمد سرور په ٢٩مه جنورۍ استعفا ورکړې وه چې له دې وروستو دصوبائي اسمبلۍ سپيکر رانا اقبال دقائمقام گورنر په توگه خدمات ترسره کول.

چوهدري محمد سرور وروستو حکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف کې گډون کړى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG