لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : دفټ بال دميچ په مهال خودکش حمله اؤ ډزو کې يو تن وژل شوى


 دميډيا راپورونو ترمخه دکرمې ايجنسۍ په عليزئ سيمه کې په عليزئ هائي سکول کې دفټ بال ميچ روان ؤ چې په دغه مهال دوؤ خودکش حمله کوونکو دسکول ودانۍ ته دننه دداخليدو هڅه وکړه
دميډيا راپورونو ترمخه دکرمې ايجنسۍ په عليزئ سيمه کې په عليزئ هائي سکول کې دفټ بال ميچ روان ؤ چې په دغه مهال دوؤ خودکش حمله کوونکو دسکول ودانۍ ته دننه دداخليدو هڅه وکړه

راپورونه وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې ترسره شوې يوه خودکش حمله اؤ دډزو پيښه کې لږ ترلږه يو تن وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي خو دغه حمله کې دمړوشمير کې دزياتوالي انديښنه ښودل کيږي.

کرمه ايجنسۍ کې دغه حمله په داسې حال کې شوې چې دا مهال دپاکستان پوځ په دوؤ قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دورانکارو په ضد په عملياتو بوخت دى.

دميډيا راپورونو ترمخه دکرمې ايجنسۍ په عليزئ سيمه کې په عليزئ هائي سکول کې دفټ بال ميچ روان ؤ چې په دغه مهال دوؤ خودکش حمله کوونکو دسکول ودانۍ ته دننه دداخليدو هڅه وکړه خو دغه حمله کوونکي امنيتي ځواکونو اودرولي اؤ دحمله کوونکو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ ډزې شوي دي.

راپورونه وائي چې يو حمله کوونکى امنيتي ځواکونو وژلى خو دوهم په ځان پسي تړلي بارود الوځولي دي.

دحملې په وخت دسکول په ميدان کې تر١٠٠ؤ پورې کسان موجود وؤ، راپورونه وائي چې دسراج حسين په نوم يو تن په دغه حمله کې وژل شوى اؤ درې کسان نور ژوبل شوي هم دي.

دچاؤدنې څخه وروستو سيمه کې سخته ويره ترهه خوره شوې اؤ دکرمې ايجنسۍ په هسپتالونو کې دبيړني حالت لگولو امر شوى.

دحملې څخه وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG