لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ پوهنتون کې دبې درکه بلوچانو دپاره غونډه شوې


دغه غونډه چې بهر په يو دالان کې شوې د پوهنتون انتظاميي ورته په اډيټوريم کې د غونډې کولو اجازت نه ؤ ورکړی .

په کراچۍ پوهنتون کې د بې درکه بلوچانو دپاره مبارزه کوؤنکي تنظيم وايس فار بلوچ مسنگ پرسنز د مشرانو سره يوه غونډه شوې ، چې پکې ماماقديربلوچ او هغه سره نورو ملگرو د پوهنتون يو شمېر طالب علمانو او مدني ټولنې غړو ته ويناگانې کړي دي ، دغه غونډه چې بهر په يو دالان کې شوې د پوهنتون انتظاميي ورته په اډيټوريم کې د غونډې کولو اجازت نه ؤ ورکړی .

​پوهنتون کې د "بې درکه بلوچانو د او ټولنې او درياست د کردار" د سرخط لاندې راجوړې دستورې ته په وېنا کې د غونډې راجوړؤنکي د پوهنتون استاز پروفېسررياض احمد ووئيل ، مونږ ته د کومې استخباراتي يا بلې کومې امنيتي ادارې لخوا د سيمينار نه کولو منع نه ده شوې ، او پوهنتون کې د پوځې امرانو په دور کې په هرقسمه موضوعاتو غونډې شوي خو په سيا سي او جمهوري حکومت کې د پوهنتون انتظاميي مونږ ته اډيټوريم بند کړو .

هغه ووئيل په مونږ تور لگؤل شوی چې دويې پاکستان ماتوي ."څوک چې په کراچۍ ، سندهـ او پښتونخوا کې د لږکيوسره تعلق لرونکې او بې گناه خلک وژني، دغه خلک دی چې پاکستان ماتوي".

هغه ووئيل مونږ په داسې طريقې سره پاکستان بچ کوؤ چې خبره واورئ، د پاکستان، بلوچستان او نور ملک مسله څه ده .

​غونډې ته د بې درکه بلوچانو دپاره مبارزه کوؤنکي تنظيم(وايس فاربلوچ مسنگ پرسنز) مرستيال مشر ماما قدير بلوچ خپله وينا "بلوچستان وينا کوي" د سرخط لاندې پېل کړه ، او ويې وئيل د پاکستان مسلم ليگ(ن) حکومت هغې سلسلې ته دوام ورکړی کومه چې د بلوچستان د اولس په ضد ده ، که څه هم د پيپلزپارټۍ په دور حکومت کې په بلوچستان کې د بلوچانو په ضد په بې رحمانه استعمال د مسلم ليگ(ن) مشرانو د نوازشريف په گډون شور کولو او په حکومت کې د راتلو سره يې د بلوچستان د مسلې حل کولو ادعا کوله .

"په واک کې د راتلو وروستو مسلم ليگ(ن) د بلوچستان په اړه هغه رويه په ځايي ساتلې کومه چې د تېروخت نه راروانه ده ، هلته د بلوچانو د وژنو، بې درکۍ او مړو غورځولو لړۍ دوام لري".

نوموړي ووئيل په بلوچ تحريک او مشرانو يې د هند سره د بې ثبوته اړيکو لرلو تور پورې کيږي خو ماما قدير دغه تورونه رد کړل .

هغه ووئيل د دې هر څه باوجود بلوچ بېلتون خوښو سره د روغې جوړې خبرې بيا ولې کيږي؟ دا د مسلم ليگ (ن) د بيانونو تضادات څرگندوي .

"يو لور ته د هند او بهرنۍ لاس وهنې د نوم اخستو سره د اصل مسلې نه په داخلي او حارجې سطح توجه اړول او د دې نه علاوه د بلوچ قومي تحريک په رياستي طاقت د مېده کولو جواز پېدل کول غواړي" .

​نوموړي زياته کړه بلوچ تحريک د پخوا نه راروان دی او او ترننه پورې بلوچ قوم د خپل واک او ځانله قوم پېژندگلو د پاره سياسي مبارزه کوي .

ماما قديرد بلوجستان په وزيراعلی ډاکټرعبدالمالک بلوچ باندې هم نيوکې وکړي او ويې وئيل د هغه سرکار هم د پوځ او ائي اېس ائي سره کړې د مري معاهدې لاندې د بلوچانو د بېخکنۍ پاليسي جاري ساتلي ده .

هغه ووئيل د ېوې خاص ايجنډې لاندې د بلوچ تنظيمونو اباو والاعلاقو نه خلک په زور ويستلو باندې مجبورلی شي چې پکې اوران ،مشکې، گشهکور او خواؤشاعلاقو نه د يو لاک نه زيا ت خلک وستل شوي دي .

د دې ترڅنگ په دغو سيمو کې مذهبي تندلارو ډلو ته ځايي ورکول کيږي ، ذکريان په هدف کړی شو چې بلوچ په خپل مينځ کې په جهگړه شي .

"د تاريخ د انجام نه نا بلده مالک ، حاصل او کمپنۍ يې دا وخت د راپاسېدلو بلوچانو په وينوځان رنگ کړی خود کلې پورې ، ځکه چې نن بلوچ قومي ازادي يوتن اوره ونه جوړه شوې او انقلاب جوړ شوی دی" .

نوموړي د بلوجستان په اړه د پارليمان په کردار هم نيوکې وکړې او ويې وئيل په بلوچانو ظلم کوؤنکي دې تاريخ هېرنه کړي او دبنگالي قوم حواله يې ورکړه چې د ۳۰ لاکو بنگاليانو وژنو هغويې له ځالنه ازاد ملک جوړ کړو .

​غونډې ته د وايس فار بلوچ مسنگ فرسنز تنظيم غړو فرزانه مجيد او ميرمحدعلي تالپور هم ويناگانې وکړې اود غېر دولتي ادارې وژل شوې مشرې سبين محمود د دپاره دُعا وغوښتل شوه .

(دې سېکنډ فلور) په نوم غېر دولتي ادراې مشره سبين محمود تېره مياشت په بلوچسان د خاموشۍ ماتلو په نوم دستورې کولو نه وروستو کورته د تلو په مهال نامعلومو وسله والو په ډزو وژلې وه .

د غونډې په اخره کې د کراچۍ پوهنتون استاذ رياض احمد وئيل دويې نن په هغه کار کولو کې کامياب شو چې د لاهور لمز يونيورسټي يې په کولو کې ناکامه کړی شوې وه .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG