لاس رسیدونکی لینک

د پښتون خوا د گټې کور بینک اف خیبر د سنده سیټان اخلي؟


په پښتون خوا کې د قام پرسته گوند قامي وطن پارټۍ صوباېي مشر سکندر شیرپاؤ تور لگولی دی چې صوباېي حکومت د پښتون خوا د گټې کورخیبر بینک د سنده صوبی سیټانو ته د ورکولو منصوبه جوړه کړیده- سکندر شیرپاو د ډیوه ریډیو سره خبرو په مهال ددغه منصوبې د مخه نیولو دړکه کړیده- او وایې د صوبې اولس به ددغه گټورې اثاثې نه لاس په سر کیدلو ته نه پریږدي خو د صوبې د خزانې وزير مظفر سید وایس اف امریکه ډیوه ته واېي په داسې کوم پلان خبر نه دی-

سکندر شیر پاو واېي د پښتونخوا کابینې دغه پلان منظور کړی چې اسمبلۍ ته داسې یو بل رواړي چې پکې د خېبر بینک انتظام د سنده صوبې شخصي کمپنۍ کینډي لینډ ته وسپارل شي- خو د صوبې د خزانې وزیر مظفر سید ددغه شان څه قسمه منصوبې نه انکار کوي او واېي د حکومت سره داسې څه منصوبه نشته دی خو واېي که چرته په شخصي کچه څه تجويز مخې ته راغلی وي نو خبر ترې نه دی-

خیبر بینک په 1991 کې جوړیدلو پس په صوبه کې کرونده گرو او سرمایه کارو ته قرضې ورکوي – سکندر شیر پاؤ واېي چې بینک په تېرو پينځو کالو کې اوسطاً دوه اربه ډالره سرمایه گټلې ده - خو واېي شخصي واک کې د راتگ نه پس به نه یواځې گټونکې سرمایه د صوبې نه اوځي ولې دوه زره کارکونکي به هم بې کاره شي-

رپورټونه واېي دا وخت خېبر بینک دصوبې خلقو ته یواځینې قرضه ورکونکی بینک دی – پښتونخوا صوبه کې د تیرې لسیزې راهسې د دهشتگردۍ له عمله کاروبارونه زیاني شوي دي - رپورټونه واېي نور بینکونه د صوبې خلقو ته د قرضو ورکولو نه هم ډه ډه کوي

صوباېي خزانه وزير مني چې د بینک د پرایویټائزیشن ضرورت نشته دی او بینک د خپلو تمامو ضرورتونو مطابق کار کوي- وزير واېي بینک به په نړۍ کې د اسلامي بینکارۍ اعلي' نمونه جوړوي- خزانه وزير په صوبه کې د ایتلافي گوند جماعت اسلامي سره تعلق لري-

سکندر شیرپاو واېي چې دغه بینک ، کینډي لینډ نومې ادارې ته د ورکولو پلان په بني گاله کې جوړ شوې دی- بني گاله په پښتونخوا صوبه کې د واکمنه گوند تحریک انصاف مشر عمران خان په سر ښار اسلام اباد کې استوگن ځاېي دی- تحریک انصاف گوند په واک کې د راتلو وړاندې په هیواد کې د بډې رشوتونو ختمولو اعلان سره د هېواد قامي ادارې په گټه کې د رواونولو ژمنې کړې وې – خو سکندر شیر پاؤ واېي وس عمران خان خپلو دوستانو ته د گټو رسولو پلانونه جوړوي-

خېبر بینک په تیر شوي حکومتونو کې هم د پرایویټائزیشن یا شخصی کیدلو کوشش شوی ؤ خو د بینک یونین یې په خلاف عدالت کې اپیل کړی ؤ چې عدالت منلی ؤ​-

د سکندر شیر پاؤ د ډیوه ریډیو همکار رحمان بونیري سره مرکه واورئ-

د خزانې وزير مظفر سید د ډیوه ریډیو همکار رحمان بونیري سره مرکه واورئ-

XS
SM
MD
LG