لاس رسیدونکی لینک

دامن مذاکراتو باوجود طالبانو ١٣ افغان پوليس وژلي


يو بيان کې دافغانستان داخله وزارت وئيلي دي چې دافغانستان دامن اؤ ثبات دښمنانو دبدخشان په وردوج اولسوالۍ کې دپوليسو په پوستو حمله کړې ده.

دنهې په ورځ چارواکو وئيلي دي چې دافغانستان په بدخشان ولايت کې طالب جنگيالو په غرييزو سيمو کې په امنيتي پوستو حمله کړې اؤ لږ ترلږه ١٣ پوليس عسکر يې وژلي دي.

بدخشان ولايت کې دگل په ورځ دغه بريد څو اوونۍ وروستو له هغې ترسره شو چې په دغه ولايت کې هم دغه شان يوه حمله کې ١٨ عسکر هم وژل شوي وؤ، په دغو ١٨ؤ عسکرو کې دځينو څخه سرونه هم قلم کړل شوي وؤ.

يو بيان کې دافغانستان داخله وزارت وئيلي دي چې دافغانستان دامن اؤ ثبات دښمنانو دبدخشان په وردوج اولسوالۍ کې دپوليسو په پوستو حمله کړې ده.

بيان کې د١٣ؤ پوليسو دوژل کيدو اؤ ١٧ؤ دژوبل کيدو پخلى شوى اؤ زياته شوې چې ١٠ هاغه پوليس عسکر چې ورک شوي وؤ بيرته خپلو پوستو ته راگرځيدلي دي.

دبدخشان درغتيا دمحکمې ډائريکټر نور محمد خاوري بيا دمړو شمير زيات ښائي اؤ وائي چې دروغتيا اهلکارو ته ١٨ مړي ترلاسه شوي اؤ ٨ کسان ژوبل دي.

طالبانو( چې تيره مياشت يې افغانستان کې دخپلې روايتي سپرلي دجگړې اعلان کړى ؤ) ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې.

افغانستان کې دنيټو جنگي مشن دتيرکال ددسمبر په اخره کې پاې ته رسيدلى خو ديو تړون لاندې افغانستان کې مقامي پوځيانو ته دتربيت اؤ ملاتړ ورکولو لپاره خواؤشا ١٢ زره بهرني عسکر چې زياتره يې امريکايان دي، ايسار دي.

دگل په ورځ دغه ١٣ افغان پوليس په داسې حال کې وژل شوي دي چې دتيرخالي په ورځ دافغان حکومت اؤ طالبانوداستازو ترمينځ قطر کې دجوړجاړي په خاطر خبرې اترې پيل شوې وې.

ددغو خبرو په پاې کې طالبانو افغان حکومت سره دامن مذاکراتو پيل کولو لپاره خپل سخت شرطونه يوځل بيا تکرار کړي چې پکې افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو دمذاکراتو امکان ردول اؤ ديو سياسي دفتر دپرانستې اجازه ورکول شامل دي.

XS
SM
MD
LG