لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې د100ؤ ميگاواټو دشمسي انرژۍ دمنصوبې پرانسته


دقائداعظم سولر پارک نومې دې منصوبې په لمړي پړاؤ کې د١٠٠ؤ ميگاواټو دبجلۍ پيداوار پيل شوى کوم چې به په تدريجي توگه ١٠٠٠ؤ ميگاواټو ته غزولى شي.

دپاکستان دپنجاب صوبې په جنوبي ضلع بهاؤلپور کې دلمر درڼا څخه دبجلۍ دپيدا کولو دلمړۍ منصوبې پرانسته شوې ده.

دقائداعظم سولر پارک نومې دې منصوبې په لمړي پړاؤ کې د١٠٠ؤ ميگاواټو دبجلۍ پيداوار پيل شوى کوم چې به په تدريجي توگه ١٠٠٠ؤ ميگاواټو ته غزولى شي.

دشمسي انرژۍ دغه منصوبه پاکستان کې دسولر پاور ترټولو لويه منصوبه ده اؤ وزيراعظم نواز شريف يې دنهې په ورځ بهاؤلپور کې پرانسته کړې ده.

د١٠٠ؤ ميگاواټو په دغه منصوبه د١٥ؤ اربو روپو مصرف راغلى اؤ دا به ١١ؤ مياشتو کې مکملولى شي.

ددغه منصوبې په دوهم پړاؤ کې به دشمسي انرژۍ له لارې ٩٠٠ ميگاواټه بجلي پيدا کولى شي.

پاکستان دانرژۍ دسخت بحران سره مخ دى اؤ وزيراعظم نواز شريف وائي چې حکومت يې ددغه ستونزې هواري لپاره په ترجيحي بنيادونو کار کوي.

پاکستان کې داوبو اؤ تيلو څخه دبجلۍ دپيداکولو ترڅنگ اوس دشمسي انرژۍ اؤ هوا څخه هم دبجلۍ دپيدا کولو په منصوبو کار روان دى.

امريکا هم پاکستان کې دانرژۍ په بحران قابو موندلو لپاره مرسته ورکوي چې پکې دبجلي گهرونو دتوان ددائرې دغزولو ترڅنگ دبجلۍ درسد نظام فعالولو لپاره گامونه اخستل هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG