لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسلم ليگ(ن) د خواجه سعدرفيق دحلقې انتخابات کالعدم گرځول شوي


په اېن ای ۱۲۵ باندې د پاکستان تحريک انصاف د حامدخان او سعدرفيق ترمينځ مقابله شوې وه ، او حامدخان د سعدرفيق کاميابي په ټربيونل کې چېلنج کړې وه .
په اېن ای ۱۲۵ باندې د پاکستان تحريک انصاف د حامدخان او سعدرفيق ترمينځ مقابله شوې وه ، او حامدخان د سعدرفيق کاميابي په ټربيونل کې چېلنج کړې وه .

پاکستان کې د کال ۲۰۱۳م په عامو انتخاباتو کې د مبينه درغلۍ د تورونو پلټنې کوؤنکي اليکشن ټربيونل په لاهور کې د قومي او صوبايي اسمبلۍ په يوه يوه حلقه بيا د انتخاباتو کولو فېصله اورولې ده .

د لاهور په قامي اسمبلۍ (اېن ای) ۱۲۵ حلقه چې انتخابات کالعدم گرځول شوي ، د دغې حلقې نه د مسلم ليگ (ن) ډلې خواجه سعدرفيق کامياب شوی ؤ څوک چې دا وخت د رېلوی مرکزي وزير دی .

په اېن ای ۱۲۵ باندې د پاکستان تحريک انصاف د حامدخان او سعدرفيق ترمينځ مقابله شوې وه ، او حامدخان د سعدرفيق کاميابي په ټربيونل کې چېلنج کړې وه .

د قومي اسمبلۍ د حلقې نه علاوه د صوبايي اسمبلۍ په حلقه نمبر ۱۵۵ باندې هم د بيا انتخاباتو کولو فېصله اورول شوې ده .

د جج جاوېدرشيد اليکشن ټربيونل نن د گل په ورځ اورولې فيصله کې وئيلي چې په دغو دواړو حلقو دې په ۶۰ ورځو کې انتخابات وکړی شي .

د ټربيونل د فېصلې راتلو وروستو سعدرفيق وئيلي چې دا فېصله د پرايذائيډنگ او ريټرننگ افسرانو د نااهلۍ په ضد ده ، هغه وئيلي د ټربيونل لخوا د انصاف تقاضې نه دي پوره کړی شوي .

هغه وئيلي ټربيونل ته د هغه په حلقه کې په ۲۶۵ پولنگ سټېشنو کې يواځې په اووه سټېشنو د درغلۍ شواهد ترلاسه شوي ، او د هغه په وينا په دغې بنياد د ټولې حلقې انتخابات کالعدم نه شي گرځول کېدی .

خواجه سعدرفيق وئيلي ، چې د هغه ډله مسلم ليگ (ن) به دا فېصله وکړي چې د اليکشن ټربيونل د فېصلې په ضد سترې محکمې ته لاړ شي يا بيا په انتخاباتو کې برخه واخلي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG