لاس رسیدونکی لینک

امريکا به په شام ،عراق کې داعش ته ماتې ورکولو کې مرستې کوي


کرد خبرونو د لساني يزيدي سرچينو لخوا وئيلي د موصل په لويديز کې د جمعې په ورځ يو کېمپ کې قېد ۳۰۰ يزيديان تُندروه ډلې داعش وژلي دي .

د امريکې مرستيال صدر جوبائيډن د خالي په ورځ د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي سره ليدلي ، او جمهوري عراق سره ې عزم څرگند کړی او وئيلي يي دي ملک به يې په عراق او شام کې تُندروه ډلې داعش ته په ماتې ورکولو کې مرستې دوامداره ساتي .

د سپينې ماڼۍ ترمخه جوبائيډن د عراق په پلازمينه بغداد کې د خالي په ورځ شوو ترهگر بريدونو کې د ۱۷ ملکي وگړو په وژنه غمرازي کړې ده .

دغه خبرې په داسې مهال شوي ، چې کرد خبرونو د لساني يزيدي سرچينو لخوا وئيلي د موصل په لويديز کې د جمعې په ورځ يو کېمپ کې قېد ۳۰۰ يزيديان تُندروه ډلې داعش وژلي دي .

د يزيدي پروگرېسيوپارټۍ دغه بيان چې شفق نيوز رپورټ کړی ، هغويې د وژنو غندنه کړې او دا يې ناوړه مجرمانه عمل گرځولی دی .

يو يزيدي قانون پوهه ماهماخليل سره اړونده خبر کې وئيل شوي چې په وژل شوؤ کسانو کې سړي، ښځې او بوډاگان شامل دي . د هغه په خيال د تلعفر په کېمپ جېل کې اوس هم خواؤشا ۱۴۰۰ يزيديان قېد دی .

د دې ترڅنگ د امريکا په مشرۍ اتحاد وئيلي چې ځواکونو يې د عراق او شام په علاقو کې د خالي په ورځ د داعش ځالې په هدف کړي دي .

په دغو فضائي حملو کې ۱۷ په شام او اووه په عراق کې شوي دي .

XS
SM
MD
LG