لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د شام فضايي عملياتو کې د عامو خلکو د وژنو پلټنې کوي


د دغو وژنو خبر لمړی د شام په حالاتو نظر لرونکې د برطانيي غېر دولتې تنظيم سيرين ابزروېټري ورکړی ؤ ، او د ۱۳ کسانو د بې درکه کېدو يې هم وئيلي وو .
د دغو وژنو خبر لمړی د شام په حالاتو نظر لرونکې د برطانيي غېر دولتې تنظيم سيرين ابزروېټري ورکړی ؤ ، او د ۱۳ کسانو د بې درکه کېدو يې هم وئيلي وو .

د امريکي مرکزي کمان وئيلي د هغو ادعاؤ پلټنې کوي چې ترمخه يې د امريکې په مشرۍ د شام په شمال کې ترسره شوؤ فضائي عملياتو کې په مبينه توگه لږ تر لږه ۵۲ عام ملکي وگړي وژل شوي چې پکې اووه ماشومان هم شامل دي .

د امريکې د پوځ مېجر کرټ کېلاگ وئيلي چارواکي د مبينه وژنو د پخلي دپاره معلومات رايوځايي کوي .

د دغو وژنو خبر لمړی د شام په حالاتو نظر لرونکې د برطانيي غېر دولتې تنظيم سيرين ابزروېټري ورکړی ؤ ، او د ۱۳ کسانو د بې درکه کېدو يې هم وئيلي وو .

د سيرين ابزرويټري يو ډائريکټر عبدالرحمان وئيلي ، چې دا فضائي عمليات د جمعې په ورځ د برمحلي کلي سره نزدې هغه وخت ترسره شوي ، چې کله شامي ياغيان او کرد جنگيالي د داعش وسله والو سره په جگړه ؤ .

هغه وئيلي چې په دغه حمله کې د وژنو شمېره د امريکې او عرب ځواکونو لخوا د داعش په رنگ تندلارو په ضد عملياتو کې تر ټولو زياته ده .

د امريکې په مشرۍ ځواکونه په عراق کې هم د داعش په ځالو فضائي بمبارۍ کوي .

تېر کال د ۲۳م ستمبر نه پېل شوي فضائي حملو کې د جمعې د ورځې پورې ۶۶ ملکي وگړي او په مجموعي توگه ۱۱۸ کسان وژل شوي دي .

او سيرين ابزورېټري وئيلي چې د دغو عملياتو په مهال د داعش نزدې ۲۰۰۰ جنگيالي هم وژل شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG