لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان،خېبر: فضائي عملياتو کې ۴۴ ترهگر وژل شوي


د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې فضائي حملو کې ۱۶ ترهگر وژل شوي چې زياتره پکې غېر ملکيان دي .
د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې فضائي حملو کې ۱۶ ترهگر وژل شوي چې زياتره پکې غېر ملکيان دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمو خېبرايجنسۍ او شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد تازه فضائي عملياتو کې ۴۴ ترهگر وژل شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار لخوا نن د خالي په ورځ جاري شوي بيان کې وئيل شوي ، خېبرايجنسۍ او شمالي وزيرستان کې فضائي عملياتو کې ۴۴ ترهگر وژل شوي دي .

د ائي اېس پي ار د بيان ترمخه د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې فضائي حملو کې ۱۶ ترهگر وژل شوي چې زياتره پکې غېر ملکيان دي .

او پوځي بيان کې د خېبرايجنسۍ په تېراه سيمه کې د ۲۸ وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې ده .

پوځ په شمالي وزيرستان کې د ۱۶ ترهگرو د وژنې ادعا په داسې مهال کړې چې د جمعې په ورځ وزيراعظم نوازشريف د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره د شمالي وزيرستان د ميرعلي سيمې ته ورغلی ، او ادعا يې کړې وه چې په شمالي وزيرستان کې امن په ځايې کړی شوی دی .

نوازشريف په ميرعلي کې کډوالو ته په وينا کې وئيلي ؤ په وزيرستان کې ترهگري قابو کړی شوې او حالات پُرامن دي .

د پاکستان پوځ تېرکال د جون په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او وروستو د اکتوبر په مياشت کې د خېبر ون په نوم پوځي عمليات شورو کړی شوي وو . پوځ وايي دا وخت په خېبرايجنسۍ کې د وسله والو په ضد د خېبرټو په نوم کامياب عمليات دوام لري .

د ائي اېس پي ار ترمخه د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وئيلي چې په هرقيمت به د خپلې خاورې نه ترهگري ختموي او د ترهگرۍ د خاتمې پورې دغه عمليات دوام لري .

د پوځ مشر دغه خبره نن په راولپنډۍ کې د کپټن قاسم د جنازې په مهال کړې ده ، نوموړي د کپټن قاسم قربانۍ ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي دي ، پوځي افسر د خېبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې د عملياتو په مهال وژل شوی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG