لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تيراه کې دجيټ الوتکو بمباري،١٢ جنگيالي ووژل شول


دامنييتي سرچينو ترمخه دپاکستان پوځ دجيټ الوتکو څخه دخيبرايجنسۍ دتيراه په کوکيل خيل سيمه کې دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري کړې
دامنييتي سرچينو ترمخه دپاکستان پوځ دجيټ الوتکو څخه دخيبرايجنسۍ دتيراه په کوکيل خيل سيمه کې دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري کړې

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې ١٢ جنگيالي وژل شوي اؤ ٨ نور ژوبل شوي دي.

دامنييتي سرچينو ترمخه دپاکستان پوځ دجيټ الوتکو څخه دخيبرايجنسۍ دتيراه په کوکي خيل سيمه کې دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې د١٢ؤ ترهه گرو دوژل کيدو اؤ ٨ؤ دژوبل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې دخيبرون په نوم عمليات وروستو له هغې پيل کړل چې دپوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه تيرکال دجون په مياشت کې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو څخه په گڼ شمير کې جنگيالي خيبرايجنسۍ ته وتښتيدل.

دپاکستان پوځ دخيبرايجنسۍ په عملياتو کې د٢٦٣ جنگيالو دوژل کيدو دعوه کوي اؤ وائي چې په دغو عملياتو کې يواځې ٣٥ؤ عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړى.

خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG