لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وايي د الطاف حسېن په ضدبه قانوني گامونه اخلي


عاصم باجوه وئيلي ، پوځ او قانون نافذؤنکې ادارې به هغويې ته ورکړی شوي عملياتو ته دوام ورکوي .
عاصم باجوه وئيلي ، پوځ او قانون نافذؤنکې ادارې به هغويې ته ورکړی شوي عملياتو ته دوام ورکوي .

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال عاصم باجوه وئيلي د متحده قومي مومنټ د مشر الطاف حسېن لخوا د پوځ او مشرانو په ضد يې کړې وينا د زغملو نه ده ، او د هغه په ضد به قانوني کاروايي کوي .

عاصم باجوه په ټويټرپېغام کې وئيلي ، د الطاف حېسن د تېرې شپې په ټي وي د پوځ او مشرانو په اړه وينا بېهوده او د کرکې ډکه وه ، هغه وئيلي دغه ډول بيانونه به ونه زغملی شي .

پوځي وياند زياته کړې د اېم کيواېم مشر چې په غېره زمه واره وينا کې د رياست په ضد د خلکو راپارولو دپاره ميډيا کارولې او په دغه لړ کې به قانوني کاروايي کولی شي .

عاصم باجوه وئيلي د پوځ او مشرانو په اړه يې د جرائم پېشه ؤ هغه که د هرې سياسي پارټۍ سره تړاؤ لري ، د هغوي د نيولو په غبرگون کې دغه ډول بيان به ونه زغمل شي .

نوموړي وئيلي پوځ او قانون نافذؤنکې ادارې به هغويې ته ورکړی شوي اهدافو باندې عملياتو ته دوام ورکوي .

د پوځي وياند دغه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی ، چې تېره ورځ د کراچۍ پوليس د مليرضلعې اېس اېس پې راؤانوار يوې خبري غونډې ته په وينا کې دعوه کړې وه ، چې داېم کيواېم سره تړاؤ لرونکي دوه ترهگر يې نيولي او د هغويې د هند د استخباراتي ادارې "را" سره اړيکې او د هغويې دپاره پاکستان کې ترهگري کوي .

پوليس افسر په اېم کيواېم ډله د بنديز لگولو هم وئيلي ؤ .

وروستو د اېم کيواېم لخوا دغه تورونه رد کړی شوي ؤ .

او د اېم کيواېم مشر الطاف حسېن د لندن نه په ټيليفوني وينا کې په پوليس افسر د نيوکو سره په پوځ هم نيوکې کړې وې ، او وئيلي يې ؤ چې حکومت ، پوځ ، استخباراتي ادارې او بيورکرېټس د مهاجرو د قربانو په وجه مزې کوي .

نوموړي وئيلي ؤ ولې په پوځ کې جرائيم پېشه نشته ؟

"زه پوځ ته وايم چې ولې په صفونو کې يې جرائم پېشه نشته ؟ ستاسو ريټائرډ خلکو بېنکونه نه دي لوټلي ؟ او ولې په کامره بېس ، جي اېچ کيو، د ائي اېس ائي په دفتر او پوځي تنصياتو حملو کې مقامي پوځ شامل نه ؤ؟".

الطاف حسېن دا هم وئيلي چې په اېم کيواېم د "را" سره د اړيکو تور پورې کول کيږي خو پوځ په خپله ولې په ۱۹۷۱م کې د هند د پوځ په وړاندې وسله اېښودې وه .

نوموړي وئيلي مونږ ته دې ووئيل شي چې ولې د مهاجرو سره دښمني ساتلی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG