لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په گډون ټوله نړۍ کې دمزدورانو نړيواله ورځ نن نمانځل کيږي


A woman walks a dog on a snow-covered path beside the Rideau Canal in Ottawa, Ontario, Canada.
A woman walks a dog on a snow-covered path beside the Rideau Canal in Ottawa, Ontario, Canada.

نن په يکم مئ دپاکستان اؤ افغانستان په گډون ټوله نړۍ کې دمزدورانو عالمي ورځ نمانځل کيږي اؤ په دغه ورځ دغريبو اؤ اميرو هيوادونو دننه يو شان دمزدورانو په حق کې لاريونونه ،غونډې اؤ سيمينارونه ترسره کيږي.

په کال ١٩٨٦ء کې چې دشکاگو مزدورانو دمزدورانو دکار دوخت دپاره خپلې کومې وينې توئي کړې وې دهغې يادونه نن هم هرکال برابر کيږي.

خو نن هم دپاکستان اؤ يو شمير نورو مخ په ترقۍ هيوادونو کې دمزدورانو څخه د دولسو نه نيولې تر شپاړسو گينټو محنت اخستل کيږي.

دخواري کښو دورځې په مناسبت غونډې که چرته په عاليشانو ،هوټلونو اؤ محلونو کې راجوړيږي، نو چرته په سړکونو دمزدورانو نمائنده تنظيمونه ددې چغو وهلو سره په نظر راځي چې " دمزدورانو استحصال نۀ منو"

دمزدورانو دنړيوالې ورځې په موقع دپاکستان صدر ممنون حسين پخپل پيغام کې وئيلي دي چې هرکال په يکم مئ دمزدورانو دورځې نمانځل کيدل دمحنت دحرمت اؤ عظمت علامت دى.

همدغه شان وزيراعظم نواز شريف هم وئيلي دي چې دقام اؤ هيواد په جوړولو کې دهر مزدور کردار زيات ارزښت لري اؤ وئيلي يې دي چې دخواري کښې طبقې دحالاتو ښه کولو لوري ته پام گرځولى شي.

دمزدورانو په حق کې هرکال دپورته کيدونکو شعارونو باوجود هم نن نۀ يواځې په پاکستان اؤ افغانستان بلکې دنړۍ په گڼو هيوادونو کې دمزدورانو دستونزو اؤ تکليفونو بار ورځ په ورځ نور هم درنيږي.

په پاکستان کې حکومت دمزدور لږ ترلږه مياشتنى اجرت لس زره روپۍ ټاکلى ، خو په عملي ژوند کې نن هم ليدل کيږي چې په مختلفو ادارو اؤ کارخانو کې داسې گڼ شمير مزدوران په کارونو بوخت دي چې دهغوي دمياشتې معاش پنځه زره يا دهغې څخه هم لاندې دى.

په پاکستان کې دمزدورانو وضعه دومره دردونکې اؤ بد حالت ته رسيدلې چې تيره مياشت دپاکستان دسندهـ ايالت په تهر سيمه کې دخواري کښو په سوونو ماشومان يواځې دخوراک دنۀ موندو له امله دمرگ بلا له خپلې کومې تير کړي.

خو ددغو سوونو ماشومانو په مرگ اؤ پاکستان کې دمزدورانو په بدحالت نۀ خو په پاکستان کې کوم وزير يا مشير دخپلې چوکۍ څخه استعفي ورکړه اؤ نه هم نړيوالې ورورولۍ په راتلونکي کې ددغسې بوگنونکي صورتحال دمخنيوي دپاره په پاکستان دڅه رقم اقداماتو کولو غږ وکړو.

دا مهال په پاکستان کې که يوخوا دگيس اؤ بجلۍ دلوډشيډنگ زياتو ټيکسونو اؤ معاشي کمزورۍ له امله دسوونو صنعتونو تړل کيدو له امله په لکونو مزدوران بې روزگاره شوي نو بلخوا دزياتې گرانۍ په وجه په خواري کښه طبقه کې ورځ تر ورځه داخستو توان کمزورى کيږي.

دتيرو زياتو کلونو راهسې ټوله نړۍ کې که هر څو يکم مئ دخواري کښو دنړيوالې ورځې په توگه نمانځل کيږي خو ددې باوجود دخواري کښو دستونزو هواري لپاره هاغه شان سنجيده گامونه نۀ دي اخستل شوي لکه څنگه چې پکار وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG