لاس رسیدونکی لینک

نوازشريف کډوالو ته وئيلي شمالي وزيرستان کې امن بحال شو


دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې کډوالو ته دوينا په مهال نواز شريف وويل چې دشمالي وزيرستان اوسيدونکو دخپلو کورونو څخه بهر سخت وخت په صبر اؤ همت سره تير کړو خو نن هغوي بيرته خپلو کورونو ته روان دي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دعوه کړې ده چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې امن بحال شوى اؤ دضرب عضب اپريشن له امله بې کوره شوؤ کډوالو ته يې باور ورکړى چې سيمه کې سکولونه، کالجونه اؤ هسپتالونه جوړولى شي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن هڅې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

وزيراعظم که هر څو شمالي وزيرستان کې دامن دپځايې کيدو دعوه کړې خو سيمې څخه اوس هم دپوځ اؤ جنگيالو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

پوځ په دغو عملياتو کې ددوؤ زرو څخه دزياتو ترهه گرو دوژلو دعوه کوي اؤ وائي ٢٠٠ؤ عسکرو هم دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې کډوالو ته دوينا په مهال نواز شريف وويل چې دشمالي وزيرستان اوسيدونکو دخپلو کورونو څخه بهر سخت وخت په صبر اؤ همت سره تير کړو خو نن هغوي بيرته خپلو کورونو ته روان دي.

نوازشريف وويل وزيرسان کې په ترهه گرۍ قابو موندل شوې اؤ حالات سازگار جوړ کړل شوي دي، وزيراعظم وويل دترهه گرو څخه پاکو کړل شوؤ سيمو کې به امنيت ورکولى شي اؤ ددې ترڅنگ به دکډوالو په سيمو کې ترقياتي کارونه هم کولى شي.

نوازشريف وويل چې کډوالو ته به دهغوي په سيمو کې ټولې اسانتياوې ورکولى شي اؤ حکومت ته به دخپلو کورونو جوړولو لپاره هم کډوالو ته وسيلې ورکوي.

دپاکستاني پوځ دمشر جنرل راحيل شريف په ملگرتيا وزيراعظم نواز شريف شمالي وزيرستان ايجنسۍ ته دکډوالو دستنيدو دعمل جاج اخستى.

نوازشريف شمالي وزيرستان کې دضرب عضب اپريشن په مهال دپوځ له لوري ترهه گرو سره دنښتو په مهال په ورکړل شوؤ قربانو دهغوي ستائينه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دپوځ دقربانو په نتيجه کې شمالي وزيرستان کې امن پځايې شوى دى.

نوازشريف وويل چې کله دوزيرستان ټول کډوالو خپلو سيمو ته ستانۀ شي نو پوځ اؤ حکومت به په شريکه دهغوي حفاظت کوي.

تيره مياشت دقانون نافذونکو ادارو په څارنه کې ٢٠٣ کډوال خپلو کورونو ته ستانۀ شوي وؤ.

دکډوالو خپلو سيمو ته دستنيدو عمل دمارچ په ١٦مه نيټه پيل شوى ؤ اؤ دپوليټيکل انتظاميې ترمخه تر دې مهاله 1,300 کورنۍ خپلو کورونو ته رسيدلي.

خو شمالي وزيرستان ته دستنيدونکو کډوالو لپاره ضروري ده چې هغوي په يو ټولنيز تړون لاسليک وکړي کوم چې دځينو څيړونکو په فکر ددغو کډوالو په وفادارۍ پوښتنې راپورته کوي اؤ ددې ترڅنگ قبائيلي سيمه کې پځايې قانون فرنټئير کرائمز ريگوليشن( ايف سي ار) نور هم مضبوطوي.

ددغه ټولنيز تړون ترمخه دسيمې اوسيدونکو ته به دايف سي ار سره سم درياست اؤ ائين سره دوفادار اوسيدو ضرورت وي خو هغوي ته به په سياسي اؤ اقتصادي هلو ځلو پرته له کوم بنديزونو څخه مذهبي اؤ ټولنيزه ازادي ترلاسه وي.

داتوؤ پاڼو په دغه دستاويز دلاسليک څخه وروستو به مقامي خلک قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دامنيت دټينگښت ذمه وار وي.

له دې وړاندې وزيراعظم پيښور کې اوس اوس دطوفاني بارانونو له امله داغيزمنو شوؤ خلکو ليدنې لپاره دپيښور دوره وکړه.

هغه ته دخيبرپښتونخوا گورنر سردار مهتاب احمدخان هرکلى وئيلى.

نوازشريف دپيښور، چارسدې اؤ نوښار باران ځپلو خلکو ته امدادي چيکونه هم سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG