لاس رسیدونکی لینک

خيبرايجنسي : عملياتو کې پينځه جنگيالي وژل شوي


دامنيتي سرچينو ترمخه دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دغه تازه نښته دخيبرايجنسۍ په تور دره سيمه کې شوې ده

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته شوې چې پکې دپينځوؤ جنگيالو دوژل کيدو اؤ گڼو دژوبل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دغه تازه نښته دخيبرايجنسۍ په تور دره سيمه کې شوې ده، دامنيتي سرچينو وينا ده چې په دغه نښته کې پينځه تندلاري وژل شوي خو پکې پوځ ته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې، نښتو کې دگڼو جنگيالو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ تيره ورځ په يو بيان کې وئيلي وؤ دخيبرايجنسۍ بيلا بيلو سيمو کې ترسره شوؤ عملياتو کې ٢٧ ترهه گر اؤ دپوځ دکيپټن اجمل په گډون پينځه عسکر وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې دخيبرون په نوم عمليات وروستو له هغې پيل کړل چې دپوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه تيرکال دجون په مياشت کې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو څخه په گڼ شمير کې جنگيالي خيبرايجنسۍ ته وتښتيدل.

دپاکستان پوځ دخيبرايجنسۍ په عملياتو کې د٢٦٣ جنگيالو دوژل کيدو دعوه کوي اؤ وائي چې په دغو عملياتو کې يواځې ٣٥ؤ عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړى.

خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى

XS
SM
MD
LG