لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايم کيو ايم د "را" په وينا پاکستان کې ترهه گري کوي،ايس ايس پي راؤانور


 نوموړي وئيلي دي چې د طالبانو په رنگ دې دغه ډله هم لاقانونه وگرځول شي . خو اېم کيواېم ډلې دغه تورونه رد کړي دي .
نوموړي وئيلي دي چې د طالبانو په رنگ دې دغه ډله هم لاقانونه وگرځول شي . خو اېم کيواېم ډلې دغه تورونه رد کړي دي .

د کراچۍ ښار د مليرضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي راؤانوار په متحده قومي مومنټ ډله سنگين تورونه لگولي او وئيلي يي دي د دغه ډلې ترهگر د هند د استخباراتي ادارې "را" په وينا پاکستان کې ترهگري کوي.

نوموړي وئيلي دي چې د طالبانو په رنگ دې دغه ډله هم لاقانونه وگرځول شي . خو اېم کيواېم ډلې دغه تورونه رد کړي دي .

په عين حال کې دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه دپاکستان په پوځ اؤ قيادت دمتحده قومي موومنټ دمشر الطاف حسين له لوري دشووؤ نيوکو په ځواب کې وئيلي دي چې دالطاف حسين لخوا شوې نيوکې دزغملو جوگه نۀ دي اؤ اعلان يې کړى دى چې په دغه معامله به قانوني لاره خپلولى شي.

په ټوئټر خپل بيان کې دپوځ وياند وئيلي دي نن شپه په ټي وي دپوځ اؤ قيادت په اړه يې دالطاف حسين وينا کې شوې څرگندونې غيرضروري اؤ دنفرت وړ وې

دپوځي وياند ترمخه دالطاف حسين لخوا غيرذمه دارانه بيان کې درياست په ضد دخلکو راپارولو لپاره الطاف حسين دميډيا استعمال وکړو اؤ دغه معاملې ته به په قانوني توگه کتلى شي.

دپاکستاني پوځ وياند يوځل بيا په ډاگه کړې ده چې پوځ اؤ قانون نافذونکې ادارې به خپلې کارروايۍ دوامداره ساتي.

دهغه وينا وه دمجرمانو دنيولو په ردعمل کې ، که تعلق يې دهر سياسي گوند سره وي، دپوځ اؤ قيادت په ضد به يې دغه رقم بيانونه نۀ زغمل کيږي.

دايم کيو ايم مشر پخپله وينا کې دپاکستاني پوځ په مخاطب کولو سره وئيلي وؤ هغوي خپل دننه موجود مجرمان ولې نۀ نيسي؟ ، الطاف حسين وئيلي وؤ دپوځ گڼ شمير پخواني افسران مجرمانه کارروائيو کې ککړ موندل شوي اؤ زياته کړې يې وه چې حکومت، ائي ايس ائي، پوځ اؤ بيوروکريټان دعيش څخه ډک ژوند دمهاجرو دقربانو په وجه تيروي.

الطاف حسين په پوځ دنيوکې کولو په ترڅ کې پوښتنه کړې وه چې دپاکستان پوځ د کال ١٩٧١ء کې په جنگ کې وسلې ولې غورځولې وې؟

پوليس افسر راؤ انوار يوې مطبوعاتې غونډې ته په وېنا کې ووئيل ، تېره شپه يې دوه ترهگر نيولي چې تعلق يې د سياسي پارټۍ متحده قومي مومنټ (اېم کيواېم) سره دی . هغه ووئيل دغه کسان چې طاهرلمبا او جُنېد نوميږي دويې د هندوستان د استخباراتي ادارې "را" نه پوځي تربيت حاصل کړی او دلته يې ترهگري کوله .

"د دويې دواړو تعلق د يوې سياسي پارټۍ متحده قومي مومنټ سره دی دويې څو ځله د هندوستان دورې کړي او د هندوستان د پوځ استخباراتي ادارې "را" دويې ته تربيت ورکړی دی"

نوموړي د اېم کيواېم د څو مشرانو غړو نومونه ووئيل او زياته يې کړه چې دويې په ښار کې په ترهگرۍ کې ککړ دي . هغه ادعا وکړه چې د اېم کيواېم د مشر الطاف حسېن په وينا باندې د دغه پارټۍ د مرکز نائن زيرو نه سکېټرو ته هدايات جاري کيږي او بيا کارروايانې کولی شي .

راؤانوار ووئيل څنگه چې تحريک طالبان پاکستان او نور تنظيمونه لاقانونه گرځول شوي دي په دې پارټۍ دې هم بندېز ولگول شي .

پوليس افسر دواړه نيول شوي کسان په پټ مخ د ميډيا په وړاندې ښکاره کړل او دغو کسانو په خپله هم په جرمونو کې د ککړتيا اعتراف وکړو .

پوليس مشر ووئيل د اېم کيواېم په ترهگرۍ کې د ککړتوب ثبوتونه ورسره موجود دي او عدالت ته به يې وړاندې کوي .

بل لور ته د پوليس افسر د تورونو په غبرگون کې اېم کيواېم ډلې وئيلي په پارټۍ بې بنياده تورونه لگول شوي او دا ټول دروغ دي .

د اېم کيواېم په مرکز نائن زيرو خبرې غونډې ته په وېنا کې حېدرعباس رضوي ووئيل په اېم کيواېم وړاندې هم دغه رنگ تورونه لگېدلي ، او دغه تور پرې په داسې وخت ولگول شو چې کله پارټۍ د سندهـ صوبې په اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر جوړولو فېصله وکړه .

نوموړي ووئيل په دغو تورونو ورته د ۹۰ د لسيزې يادونه راتازه شو .

"نن يو ځل بيا هغه ټول تورونه تکرار کيږي چې دروغ دي او دا سياسي تورونه دي چې نن د يو اېس پي رينک افسر د خلې ولگول وشو" .

هغه ووئيل په اېم کيواېم وړاندې هم د جناح پور په نوم دغه رنگ تورونه لگول شوي دي .

حېدرعباس رضوي د اېم کيواېم ډلې د هند د استخباراتي ادارې سره د اړيکو تور رد کړو ، او زياته يې کړه دغه پوليس افسر خپله د اېم کيواېم د سلگونو غړو په وژنه کې ککړ دی .

هغه ووئيل ميډيا ته وړاندې کړی شوي کسان د فرورۍ او مارچ په مياشتو کې نيول شوي او د بې درکۍ په اړه يې کورنو عدالت ته خواستونه هم کړي دي .

په اېم کيواېم ډله د پوليس افسر لخوا دغه تورونه په داسې مهال لگېدلي ، چې تېره مياشت د دغه گوند د يو پخواني غړي صولت مرزا د تېزندي کيدو نه څو ساعته وړاندې يو ويډيو بيان په ځايي ميډيا چلېدلی ؤ ، او په هغه بيان کې هم صولت مرزا د اېم کيواېم په مشر الطاف حسېن او نورو غړو په ښار کې د وژنو په پېښو کې د ککړتيا تورونه لگولي وو .

اېم کيواېم هغه بيان هم سازش گرځولی او رد کړی يی ؤ.

د صولت مرزا تيزندي وروستو ځنډول شوې چې لا تراوسه نه ده عملي شوي .

او د هغې نه وړاندې هم د مارچ په مياشت کې نيم پوځې دستې رېنجرو د اېم کيواېم په مرکز نائن زيرو چهاپه وهلې وه ، او رېنجر چارواکو ادعا کړې وه چې په دغه چهاپه کې يې د نائن زيرو نه په هدفي وژنو او نورو جرمونو کې ککړ سزاوار او مفروران نيولي او په غټه کچه د وسلې ترلاسه کولو يې وئيلي ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG