لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي: عملياتو کې ۲۷ ترهگر، ۵عسکر وژل شوي ، ائي اېس پي ار


پوځي بيان کې وئيل شوي چې عملياتو کې امنيتي ځواکونو په خېبرايجنسۍ کې د ترهگرو مهم مرکزونه ، سنداپال، توردره، کنډواله اومهربان کلی هم نيولي دي .
پوځي بيان کې وئيل شوي چې عملياتو کې امنيتي ځواکونو په خېبرايجنسۍ کې د ترهگرو مهم مرکزونه ، سنداپال، توردره، کنډواله اومهربان کلی هم نيولي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې د خېبرټو په نوم د وسله والو په ضد روانو پوځي عملياتو کې ۲۷ ترهگر او ۵ عسکر وژل شوي دي او د وسله والو نه د هغويې مهم مرکزونه نيول شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پې ار لخوا نن د زيارت په ماښام جاري شوي تازه بيان کې وئيل شوي ، چې خېبرايجنسۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پوځ په عملياتو کې غټې کاميابۍ ترلاسه کړي دي .

د ائي اېس پي ار ترمخه په دغو عملياتو کې د ۲۷ ترهگر وژل شوي دي ، او د عملياتو په مهال د يو پوځي افسر کېپټن اجمل په گډون پينځه عسکر هم وژل شوي دي .

پوځي بيان کې وئيل شوي چې عملياتو کې امنيتي ځواکونو په خېبرايجنسۍ کې د ترهگرو مهم مرکزونه ، سنداپال، توردره، کنډواله اومهربان کلی هم نيولي دي .

د نهې په ورځ پوځ په خېبرايجنسۍ کې د لشکر اسلام نومې ډلې د ولقې نه د سپاه او اکاخيل سيمو په خپل واک کې د اخيستو وئيلي ؤ .

خو په خېبرايجنسۍ کې د فعاله تندروه وسله والې ډلې لشکراسلام وياند صلاح الدين ايوبي دغه خبرونه رد کړي او وئيلي يې ؤ ، چې د خپلې جنگي حکمت عملۍ لاندې يې دواړه علاقې په خپله پرېښودي دي .

د پاکستان پوځ تېرکال د جون په مياشت کې د افغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب اپرېشن کولو وروستو د اکتوبر په مياشت کې په خېبرايجنسۍ کې د خېبرون په نوم عمليات پېل کړي او پوځ وايي دا وخت په خېبرايجنسۍ کې د خېبرټو په نوم عمليات دوام لري .

پوځي وياند مېجر جنرال عاصم باجوه د روانې مياشت په اتمه نېټه ټويټر باندې يو پېغام کې وئيلي ؤ چې خېبرايجنسۍ کې د وسله والو په ضد روانو عملياتو کې ۲۶۳ ترهگر وژل شوي او د عملياتو په مهال ۳۵ عسکرو هم ژوند دلاسه ورکړی دی .

د هغې وروستو هم پوځ په خېبرايجنسۍ کې د عملياتو کولو او وسله والو د وژنې ادعاوې کړي دي .

خو سيمې پورې ميډيا رسد نه لري چې له امله يې په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نه شي کيدی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG