لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده : افتاب شېرپاؤ باندې ځانمرگي بريدکې يو پوليس وژل شوی


د قومي وطن پارټۍ په مشر له دې وړاندې هم درې ځله ځان مرگي بريدونه شوي دي .
د قومي وطن پارټۍ په مشر له دې وړاندې هم درې ځله ځان مرگي بريدونه شوي دي .

د پاکستان خېبر پختونخوا صوبې په چارسده ضلع کې د قومي وطن پارټۍ د مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ په کاروان ځان مرگی بريد شوې چې پکې شيرپاؤ روغٖ وتلې او د هغه يو ساتونکې پوليس وژل شوې او بل ژوبل شوی دی .

د چارسدې ضلعې پوليس وائي افتاب احمد خان شيرپاؤ د چارسدې عمرزو سيمي ته يوې دستورې ته ورغلې وو او چې کله واپس راتلو نو په لار کې د هغه په کاروان ځان مرگې بريد شوی دی .

د قومي وطن پارټۍ په مشر له دې وړاندې هم درې ځله ځان مرگي بريدونه شوي دي .

د قومي وطن پارټۍ مشران وائي افتاب شيرپاؤ عمرزو سيمي ته د خپل گوند د پخواني وژل شوي صوبائي اسمبلۍ غړي عالمزېب عمرزۍ د پينځم تلين دستورې ته ورغلی ؤ او بيرته کور ته د تګ په مهال پرې حمله شوې ده .

د پوليس سرچينې وائي افتاب شيرپاؤ ته د عمرزو هائي سکول سره د سړک غاړې ته نزدې په پټي کې ځان مرگی بريد کوؤنکی پټ شوی ؤ ، او چې څنگه د هغوي گاډي دغه ځاېې ته راورسيدل نو هغه پرې بريد وکړو خو د شيرپاؤ گاډې مخې ته تير شوې او ځان مرگي د پوليس گاډي نه ځان تمبولی چي په نتيجه کې يي اشرف نومې پوليس وژل شوی او يو بل ژوبل شوی دی .

پوليس وائي ژوبل شوی د پوليس موبائيل ډرائيور دی .

پوليس چارواکي پخلې کوي چې د ابتدائي تفتيش تر مخه دا ځان مرگي بريد دی او په اړه يي نورې پلټنې پېل کړي دي .

افتاب احمدخان شېرپاؤ له دې وړاندې د پاکستان پيپلزپارټۍ (شېرپاؤ) په نوم د خپلې پارټۍ مشري کوله او د تېرو څو کالونو نه يې د قومي وطن پارټۍ په نوم د پښتون ملت پاله سياست شورو کړی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG