لاس رسیدونکی لینک

پاکستان: تېرکال په ماشومانو د تشدد پېښې ۱۸فيصده زياتې شوي، سپارک


سپارک سره يواځې هغه شمېره ده چې د تشدد کومې پېښې رپورټ شوي دي ، کنه دغه شمېره څو چنده نوره زياته ده .

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو او هغويې ته د تحفظ ورکولو دپاره کارکوؤنکې غېر دولتې ادارې سپارک په خپل تازه رپورټ کې وئيلي ، د کال ۲۰۰۰م نه تر کال ۲۰۱۳م پورې پاکستان کې په ۷۰زره ماشومانو چې عمرونه يې د ۱۸ کالونه کم دي ، د مختلفو لارو د تشدد پېښې رپورټ شوي ، او د تېرکال په لمړو شپږو مياشتو کې په ملک کې په ماشومانو د تشدد پېښې ۱۸فيصده زياتې شوي دي .

د غېر دولتې ادارې سپارک د سندهـ صوبې مشر زاهد تهېبو وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، تېرکال په ملک کې په ماشومانو د تشدد په حواله بدترين کال ؤ .

"په کال ۲۰۱۴م کې په ملک کې په ماشومانو د تشدد پېښې ۱۸ فيصده سېوا شوي چې پکې په ماشومانو د تېزابو اړولو (شيندلو)، تښتولو، وژنو او هغويې سره د جنسي تېرې پېښې شاملي دي".

هغه ووئيل د نېشنل مددگار هيلف لائن د سروی شمېرې ترمخه د کال ۲۰۰۰م نه تر ۲۰۱۳م پورې په ملک کې ټول ۵۹۶۰۴ ماشومان د تشدد د پېښو ښکار شوي وو او دا هغه شمېره ده چې ځايي ميډيا رپورټ کړې ده .

"د جنورۍ ۲۰۱۴م نه د جون د مياشتې پورې يواځې ۱۷۴۶ ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي دي ، ۱۱۵ د تېزابو حملې چې پکې ۴۰ نېغ په نېغه شوي دي ۱۳۸۱ د سورې کېسونه رپورټ شوي او نوموړی وايي د ترهگرۍ په پېښو کې د وژل شوؤ ماشومانو شمېره مونږ سره نشته".

هغه زياتوي سپارک سره يواځې هغه شمېره ده چې د تشدد کومې پېښې رپورټ شوي دي ، کنه دغه شمېره څو چنده نوره زياته ده .

د سپارک چارواکی وايي پاکستان کې پنجاب او سندهـ صوبو کې ماشومان ډېر د تشدد د پېښو ښکار دي ، او بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې دغه شمېره کمه ده .

دغه رنگ نوموړی وايي د خواري کښو ماشومانو په اړه حکومتي سرکاري سروی يواځې په ۱۹۹۶م کې شوې وه او په هغه شمېره کې ۳.۳ ملينه خواري کښ ماشومان شمارل شوي وو ، خو زاهدتهېبو زياتوي مونږ سره د دولس نيم ملينه نه د زياتو خواري کښو ماشومانو رپورټ دی .

هغه ووئيل په تېرو ۱۳ کلونو کې په گرده نړۍ کې د خواري کښو ماشومانو شمېره دوه اربه وه چې په هغو کې په دغه موده کې ۳۸ ملينه ماشومان کم کړی شوي دي ، او په پاکستان کې تراوسه پوره د خواري کښو ماشومانو کره شمېره نه ده معلومه او پاکستان په دغه لړ کې په نړۍ کې په درېم نمبر دی .

د ماشومانو د حقونو دپاره کارکوؤنکي تنظيم د شمېرې ترمخه دا وخت په ملک کې ۱۴۵۶ ماشومان په مختلفو جېلونو کې قېد دي . چې پکې ۷۵۷ پنجاب، ۳۱۰ خېبرپښتونخوا، ۲۹۱ سندهـ او ۱۰۷ په بلوچستان کې دي .

د سپارک چارواکی وايي تېر کال د ماشومانو د حقونو دپاره په دې ښه ثابت شوی چې هره صوبه کې قانون سازي شوې ده ، لکه په دغه قانون سازۍ کې په سندهـ صوبه کې د ۱۸ کالو نه په کم عمر کې په واده بنديز او په نورو صوبو کې د ماشومانو د تعليم او صحت په اړه قانون سازۍ شوي دي ، خو نوموړی وايي تراوسه پورې شوې قانون سازي عملي شوې نه ده .

زاهدتهېبو وايي تېرکال يو کار دا ښه شوی دی چې صوبو تعليمي بجټ زيات کړی دی .

د پنجاب د ۲۰۱۳، ۱۴ کاليزتعليمي بجټ ۱۸۲ اربه روپۍ او د ۲۰۱۴، ۱۵ کاليز بجټ ۲۷۳ اربه روپو ته رسؤل شوی ، د سندهـ بجټ د ۱۳۵ اربو نه ۱۴۵ ته ، دخېبرپښتونخوا د ۳۷ اربو نه ۱۱۱ ته او د بلوچستان تعليمي بجټ د ۳۵ اربه نه ۴۰.۷ اربه ته زيات کړی شوی دی .

دغه رنگ د سپارک د رپورټ ترمخه پنجاب صوبه کې د ۵ کالو نه تر ۱۶ کالو پورې ۱۳ ملينه ماشومان چې پکې ۶.۸ ملينه جينکۍ دي د سکولونو نه بهر دي ، سنده کې ۶.۱ چې پکې ۳.۳ ملينه جينکۍ ، خېبرپښتونخوا کې ۲.۴ چې پکې ۱.۷ملينه جينکۍ او بلوچستان کې ۱.۷۷ ملينه چې پکې نهه لاکه جينکۍ دي د سکولونو نه بهر دي .

رپورټ زياتوي چې په ملک کې د ماشومانو د صحت حال هم ډېر ښه نه دی ، اود پينځه ؤ کالو نه په کم عمر کې په ۱۰۰۰ کې ۸۶ ماشومان مړه کيږي ، او په رپورټ کې د پوليو او شري سره د ماشومانو د نورو مرضونو د مخنيوي په لړ کې کمزورۍ هم په گوته کړی شوي دي .

زاهدتهېبو وايي پاکستان چې په کال ۱۹۹۰م کې د ۱۹۱ ملکونو سره په گډه د ملگرو ملتونو د ماشومانو د حقونو دپاره کارکوؤنکې ادارې (يو اېن سي ار سي) سره کومه نړيواله معاهده لاس ليک کړې وه په هغه لوظنامه پوره کولو کې په ۱۶ کاله موده کې لا نه دی کامياب شوی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG